Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د جمعه خان فاتح له ډېپوګانو ګڼې سپکې او درنې وسلې ترلاسه شوې

د جمعه خان فاتح له ډېپوګانو ګڼې سپکې او درنې وسلې ترلاسه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/25

د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د جمعه خان فاتح له تسلیمولو وروسته، په دې ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال ګڼې سپکې او درنې وسلې نیولې دي.

پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیو ګانو کې لېدل کېږي چې امنیتي ځواکونو د جمعه خان فاتح له نږدې ملاتړو او ملګرو ګڼې درنې وسلې او ان بې پیلوټه الوتکې نیولې دي.

په دې ولایت کې څو سترې ډېپوګانې هم کشف شوې چې ویل کېږي د جمعه خان له خوا ساتل کېدې.

پر ټولنیزو رسنیو د ډېرو لاس په لاس شویو ویډیوګانو له ډلې، یوه ویډیو دا هم ده چې امنیتي ځواکونو د جمعه خان فاتح د نږدې ملګري ذبیح الله یاسر له کور څخه د ګڼو سپکو او درنو وسلو د نیولو پر مهال ثبت کړې.

په خپرو شویو ویډیوګانې کې ځايي مسوولان خبرداری ورکوي چې هېچا ته به اجازه  ور نه کړي چې د هېواد امنیت اخلال کړي او یا د شورش په نوم بې ثباتي رامنځته کړي.

د فرید په نوم یو تن ځايي امنیتي مسوول وايي: « د یاسر پلار ته مو اطمینان ور کړی چې یاسر راولي او موږ ته یې تسلیم کړي. موږ ته یې اطمینان راکړ چې راولي یې. امارت له چا سره مشکل نه لري.»

د چارو شنونکي په بدخشان کې د امنیتي ځواکونو له خوا  چاڼیز عملیات مهم بولي او زیاتوي چې اسلامي امارت باید هغه احتمالي ګواښونه له منځه یوسي چې اوسني ټیکاو ته خطر پېښوي.  

د سیاسي چارو شنونکی احمدخان اندړ وايي: « ښه خبره دا ده چې کشفي او امنیتي ځواکونو د بدخشان په هغه سیمه کې چې جمعه خان فاتح په کې واک درلود، ډېرې سپکې او درنې وسلې چې په کې ډرون الوتکې هم شته لاسته راوړې دي. له اسلامي امارت څخه زموږ هیله دا ده چې په شکمنو سیمو کې ښه فلټري عملیات وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر معین ګل څمکنی وايي: « دا د دې ښکارندويي کوي چې بدخشان کې په پراخه کچه وسله موجوده او د اسلامي امارت له خوا نیول شوې. زه باور لرم چې د اسلامي امارت ځواکونه به هغه ټولې وسلې کشف او ترلاسه کړي چې هلته د ګډوډیو لپاره ځای پرځای شوې دي.»

څو ورځې وړاندې امنیتي  ځواکونو د بدخشان په نسي ولسوالی کې جمعه خان فاتح له یوې لنډ مهالې جګړې وروسته، تسلیمېدو ته اړ کړ. نوموړی دا مهال تر نظارت لاندې دی او دوسیه یې قضايي  ادارو ته سپارل شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

مجاهد: پاکستان تل د افغانستان د پرمختګونو مخنیوي هڅه کوي
افغانستان

حکومت د هېواد په شمالي سیمو کې د امنیتي پېښو په تړاو اندېښنې رد کړې

اگست 25, 2026
پکتیا کې اووه رغنیزې پروژې ګټه اخستنې ته وسپارل شوې
افغانستان

پکتیا کې اووه رغنیزې پروژې ګټه اخستنې ته وسپارل شوې

اگست 20, 2026
افغانستان او بېلاروس د ګډ کمېسیون دویمه ناسته کې پر اقتصادي او سوداګریزو همکاریو غږېږي
افغانستان

افغانستان او بېلاروس د ګډ کمېسیون دویمه ناسته کې پر اقتصادي او سوداګریزو همکاریو غږېږي

اگست 20, 2026
هند: افغانستان سره تعامل پر بشري مرستو او پراختیايي همکاریو تمرکز لري
افغانستان

هند: افغانستان سره تعامل پر بشري مرستو او پراختیايي همکاریو تمرکز لري

اگست 20, 2026
اسلامي امارت له انګریزي استعمار دافغانستان خپلواکۍ بېرته ګټلو ۱۰۷ مه کلیزه ونمانځه
افغانستان

اسلامي امارت له انګریزي استعمار دافغانستان خپلواکۍ بېرته ګټلو ۱۰۷ مه کلیزه ونمانځه

اگست 20, 2026
د غازي امان الله خان لس کلنه واکمني څه ډول پيل او پای ته ورسېده
افغانستان

د غازي امان الله خان لس کلنه واکمني څه ډول پيل او پای ته ورسېده

اگست 20, 2026

وروستي خبرونه

مجاهد: پاکستان تل د افغانستان د پرمختګونو مخنیوي هڅه کوي

حکومت د هېواد په شمالي سیمو کې د امنیتي پېښو په تړاو اندېښنې رد کړې

اگست 25, 2026
د جمعه خان فاتح له ډېپوګانو ګڼې سپکې او درنې وسلې ترلاسه شوې

د جمعه خان فاتح له ډېپوګانو ګڼې سپکې او درنې وسلې ترلاسه شوې

اگست 25, 2026
پکتیا کې اووه رغنیزې پروژې ګټه اخستنې ته وسپارل شوې

پکتیا کې اووه رغنیزې پروژې ګټه اخستنې ته وسپارل شوې

اگست 20, 2026
بلخ کې د تېلو بیو کنټرول په موخه د نفتي توکو د لیلام لړۍ پیل شوه

بلخ کې د تېلو بیو کنټرول په موخه د نفتي توکو د لیلام لړۍ پیل شوه

اگست 20, 2026
افغانستان او بېلاروس د ګډ کمېسیون دویمه ناسته کې پر اقتصادي او سوداګریزو همکاریو غږېږي

افغانستان او بېلاروس د ګډ کمېسیون دویمه ناسته کې پر اقتصادي او سوداګریزو همکاریو غږېږي

اگست 20, 2026
هند: افغانستان سره تعامل پر بشري مرستو او پراختیايي همکاریو تمرکز لري

هند: افغانستان سره تعامل پر بشري مرستو او پراختیايي همکاریو تمرکز لري

اگست 20, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist