Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/22

د ټولګټو وزارت مسوولین د جلال اباد – تورخم لویې لارې د دویم لین سړک قیر اچونې چارو د پیل خبر ورکوي او وايي، د دې مهمې پروژې په بشپړېدو سره به د هېواد ختیځ زون کې د ټرانسپورټي اسانتیاوو په برخه کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شي.

د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حق شناس وايي: « د جلال اباد – تورخم ۷۳ کیلومټره لویه لار د هېواد له مهمو او ټرانزیټي لارو څخه ده چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت له خوا یې د دویم لین سړک د پاتې برخو اساسي رغونې چارې د ۸۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت، پيل شوې دي. د دې سړک د اسفالټ اچونې چارې عملا ً جریان لري.»

د مسوولینو په خبره، د جلال اباد- تورخم لویه لاره ۷۳ کیلومټره اوږدوالی لري چې د دویم لین سړک د پخولو چارې به یې د ۲۲ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

دوی زیاتوي، د دې سړک جوړېدل به د بار وړونکو او مسافر لېږدونکو موټرو د تګ راتګ ستونزې کمې او د سیمې اقتصادي فعالیتونه به نور هم پیاوړي کړي.

محمد اشرف حق شناس زیاتوي: « ټاکل شوې یاده پروژه د ۲۲ میاشتو په اوږدو کې بشپړه او ګټه اخستنې ته وسپارل شي. د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې رغنیزو چارو په بشپړېدو سره به هېوادوالو او سوداګرو ته د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.»

بله خوا، د ننګرهار اوسېدونکي د دې سړک د قیر اچونې له پیل خوښي څرګندوي او وایي، د لارې خراب وضعیت له امله  ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دوی په خبره، د سړک په بشپړېدو سره به د ټرافیکي پېښو کچه راټیټه او د سفر وخت به هم لنډ شي.

هغوی له اړوندو ادارو غواړي چې د پروژې چارې په ټاکلي وخت بشپړې کړي او د پخوا په څېر یې بیا ځل نیمګړې پرې نږدي، ترڅو خلک ژر تر ژره له دې مهمې پروژې ګټه پورته کړي.

د ننګرهار اوسېدونکى زيارمل وايي: « دا لاره چې تر تورخم پورې جوړېږي، موږ ډېر ورته خوښ یو . له دې سره به ټرافیکي پېښې کمې شي، ځکه پخوا یو طرفه سړک و او اوس به دوه لینه او خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شي.»

د ننګرهار اوسېدونکی فضل خان وايي: « د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک کارونه ډېر چټک روان دي. موږ له چارواکو غوښتنه کوو چې د دې سړک کار پای ته ورسوي او بیا یې نیمګړی پرې نږدي.»

د جلال اباد – تورخم لویه لار د افغانستان له مهمو سوداګریزو او ټرانزیټي لارو شمېرل کېږي چې هره ورځ پرې زرګونه مسافر او سلګونه بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي.

د دې لارې دویم لین جوړېدل له کلونو راهیسې د خلکو غوښتنه وه؛ ځکه چې د ګڼه ګوڼې او خراب وضعیت له امله پرې ټرافیکي پېښې کېدې او د تګ راتګ ستونزې یې زیاتې وې.

د مسوولینو په وینا، د پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د ټرانسپورټ او سوداګرۍ په برخه کې مهم بدلونونه رامنځته شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist