Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د جرمونو نړیوالې محکمې د یوه څارنوال غوښتنې ته د اسلامي امارت غبرګون

د جرمونو نړیوالې محکمې د یوه څارنوال غوښتنې ته د اسلامي امارت غبرګون

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/25

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د جرمونو نړیوالې محکمې د لوی څارنوال له لوري د اسلامي امارت د رهبر شیخ هیبت الله اخندزاده او د سترې محکمې د ریئس عبدالحکیم حقاني د نیونې غوښتنې ته چې د یادې محکمې له قاضیانو یې کړې ده، توند غبرګون وښود.

 د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي، دغه تورونه د نورو ورته پرېکړو په څېر غیر عادلانه او بې‌بنسټه دي او دا دوه ګونی چلن او سیاسي هڅول شوې موضوع ده .

تکل زیاتوي، اوس مهال په افغانستان کې سرتاسري امن رامنځته شوی، شخصي زندانونه او جرمي ډلې له منځه تللي او د قدرت جزیزې ختمې شوې چې دا بشري حقونو ته د اسلامي‌امارت ژمنتیا ثابتوي.

دغه راز تکل د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري دا پرېکړه د یادې محکمې د کمزوري دریځ په مانا بللې.

هغه زیاته کړې:«  دغه جوړښت په داسې حال کې چې د اسلامي امارت پر محترمو مشرانو بې بنسټ تورونه پورې کوي چې اوس په افغانستان سرتاسري امن راغلی، ولس یې تازه د آرامۍ ساه اخیستې، شخصي زندانونه، اختطافونه، د جګسالارنو د قدرت جزیرې  او ډېرې نورې ناخوالې او بشري ضد کړنې له منځه تللي دي. د تاسف ځای دی چې په افغانستان کې د ۲۰ کلن اشغال پر مهال د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د داخلي ملګرو پر جنګي او بشر ضد جرمونو دغې ادارې سترګې پټې کړي. دغه ډول ناسم چلن د یاد جوړښت وار دمخه کمروزی اعتبار نور هم له منځه وړي او پر نړیواله کچه یې حیثیت او دريځ په بشپړ ډول بې مانا کوي.»

د جرمونو نړیوالې محکمې لوی څارنوال کریم خان پنجشنبې پر ورځ  د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر ۲۳مه یوه خپره کړې اعلامیه کې د یادې محکمې له قاضیانو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه دې د اسلامي امارت رهبر  او سترې محکمې رییس د نیونې حکم صادرکړي.

کریم خان چې په نږدې راتلونکي کې یې د اسلامي امارت د نورو مشرانو په اړه د ورته پرېکړو خبر ورکړی.

هغه زیاته کړې، دغه پرېکړه یې له ۲۰۲۱ ز کال د اګست میاشتې راهیسې چې اسلامي امارت بیا واک ته رسېدلی د هراړخیزې څېړنې  او راټول شویو شواهدو پر بنسټ کړې.

کریم خان  په دې اړه ويلي:« هر اړخیزې  څېړنې او راټولو شویو شواهدو پر بنسټ معقول دلایل شته چې ښيي، د طالبانو حکومت مشر هبت الله اخوندزاده او قاضي القضات یې عبدالحکیم حقاني د روم د اساسنامې د اوومې مادې له مخې د (بشر ضد جنایتونه او په ځانګړې توګه د جنسیتي توپیر پر اساس) د ځورونو او شکنجې مسوول دي.»

 په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال په خوست ولایت کې د یوې دیني مدرسې فراغت غونډې ته ویلي،  اوس مهال نظام، وسله او خاوره د اسلامي امارت په واک کې ده او د جرمونو نړیوالې محکمې له دې ډول پرېکړو وېره نه لري.

دغه راز محمد نبي عمري په نړۍ کې د جرمونو اصلي بنسټ‌ګر امریکا او اسرائیل یاد کړې دي.

هغه زیاته کړې:« هېواد زموږ په لاس کې دی، خاوره زموږ په لاس کې ده، وروسته د الله چ له امداد، دغه اسباس زموږ په لاس کې دي، بیا هم انشا الله د نړۍ ګواښ کار ورنه کړي، هغه به کومه پایله ورنه کړي. موږ دې پر دې نه وېروي چې د جرمونو نړیواله محکمه یا احمد نیسي یا محمود نیسي. که چېرې دا یوه عادله محکمه وی، که چېرې دا یوه صادقه محکمه وی، په سر کې یې باید امریکا خپلې محاکمې ته کش کړې وی.»

د جرمونو نړیوالې محکمې یا هاګ په ۲۰۲۴ ز کال کې د اسرائیلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو او په ۲۰۲۳ کال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو امر هم کړی و.

 هاګ چې د بشر ضد ، جنګي او نسل وژنې جرمونه  تعقیبوي، د روم اساسانامې پر بنسټ په ۱۹۹۸ز  کال کې د ملګرو ملتونو داسامبلې له لوري ترتیب شوی دی  او ۱۲۴ هېوادونه یې غړیتوب لري چې افغانستان هم په ۲۰۰۳ کال کې د د روم اساسنامې په لاسلیکولو دغه غړیتوب اخیستی دی.

هاګ محکمه کې امریکا ، روسیه ، چین ، پاکستان، اسرائيل او سعودي عربستان په ګډون یو شمېر هېوادونه د نامالومو  دلایلو له امله تراوسه غړیتوب نه دی اخیستی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist