Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د جرمني له پنځو سرتېرو کابل هوايي ډګر څخه د غلا په تور څېړنې کېږي

د جرمني له پنځو سرتېرو کابل هوايي ډګر څخه د غلا په تور څېړنې کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/28

د جرمني یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد په ځانګړي ځواک کې د پنځو هغو سرتېرو قضیې د کېمپټن څارنوالۍ له لوري څېړل کېږي چې په ۲۰۲‍۱ زېږدیز کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو پرمهال د کابل هوايي ډګر له هټیو په غلا تورن دي.

په راپورونو کې راغلي، د ۳۱مې ځانګړې قطعې( پاراټروپر) دغه سرتېري  له کابل هوايي ډګر څخه د بهر کېدو پر مهال د هغو هټیو څخه پر غلا کولو تورن دي چې ګومان کېږي یو شمېر پوځي وسایل او جامې یې له ځان سره وړي دي.

په راپور کې زیاته شوې، که څه هم  د یادو سرتېرو په اړه د جرمني فډرالي څارنوالۍ دا قضیه رد کړې او ثبوتونه یې نه دي په ډاګه شوي، خو لا هم د کېمپټن څارنوالۍ یې په اړه څېړنې روانې ساتلې دي.

بیلډ ام سنټک ورځ پاڼې په خپل راپور کې په دې اړه لیکلي: « ویل کېږي چې دغه غلاوې د هوايي ډګر په هغه پوځي برخه کې شوې دي چې د نورو توکو ترڅنګ په کې پوځي تجهیزات هم پلورل کېدل. ادعا شوې چې  وسله والو سرتېرو هلته جامې او ټوکرین نښانونه غلا کړي او دغه راز د جرمني په پوځ کې ځینو کړیو د چاقوګانو د غلا کولو  ادعا هم مطرح کړې ده.»

بیلډ ام سنټک ورځپاڼې دغه راز لیکلي، د جرمني ځانګړو ځواکونو دا قضیه له لویې څارنوالۍ سربېره د د فاع وزارت او پوځي چارواکو سره هم شریکه شوې، خو د بیا ارزونې لپاره  یو ځل بیا کېمپټن څارنوالۍ ته راجع شوې ده.

پوښتنه داده چې په نړۍ کې هغه هېوادونه چې د نړیوالو جرمي قوانینو مدافعین بلل کېږي، ولې د خپلو سرتېرو په اړه هغه ډول دریځ نه نیسي چې د نورو هېوادونو لپاره یې ملاتړ کوي؟

د چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « زه فکر نه کوم چې د جرمني په ګډون هغه ټول هېوادونه د خپلو سرتېرو جرمونه، وژنې او جنایتونه ښکاره کړي او له امله یې محاکمه کړي چې افغانستان کې یې پوځي حضور درلود. همدارنګه، نړۍ کې داسې یوه اداره او هېواد هم نه شته چې د دا ډول قضیو پوښتنه وکړي.»

په افغانستان کې د جرمني ځانګړو ځواکونو دا ډول جرمي قضیې داسې مهال مطرح کېږي چې له دې وړاندې د امریکا ، اسټرالیا او بریټانیا  ځانګړي ځواکونه  هم د ګڼو افغانانو د قصدي وژنې په قضیو کې تورن پېژندل شوي، خو د قضیو د څېړنو پایلې یې لا نه دي ډاګیزې شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist