Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د جرمني بهرنیو چارو وزیره: د اسلامي امارت په واکمن کېدو سره افغانستان کې توره تیاره خپره شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/17

د افغانستان اسلامي امارت تېر یو کال له لاسته راوړنو ډک بولي او وایي، په لومړي ځل ټول هېواد کې سر تاسري امنیت راغلی دی او د ټولو حقونه خوندي دي.

نړیوال بیا اسلامي امارت د بیان پر ازادۍ او بشر حقونو پر نقض تورنه وي او له لومړیو تر دې دمه یې پر اسلامي امارت یې سختې نیوکې کړې دي.

تازه  د جرمني بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک په  یوه بیان کې ویلي،افغانستان له تېر یوه کال راهیسې له ګډوډیو سره مخ دی او توره  پرده پرې خپره شوې.

زیاته کړې:« یو کال تېر شو،خو لا هم زموږ په ذهنونو کې د هغو نا امیدو خلکو تصویرونه شته دي،چې الوتکو پسې ځوړند وو او کابل په ګډوډۍ کې ډوب شو. له هغه وخت راهیسې د طالبانو واکمنۍ پر افغانستان تور سیوری غوړولی دی. نن سبا ډېر افغانان د خوراک لپاره څه نه لري،هره ورځ د ځورونې په وېره کې ژوند کوي او د دوی اساسي حقونه تر پښو لاندې شوي دي.» 

بیرباک ویلي، پر ښځو او نجونو وروستیو محدودیتونو د دوی ژوند تریخ کړی او له زده کړو او کار د دوی منع کول هیچا ته نور د منلو او زغم  وړ نه دي. 

بیرباک ویلي، تل د افغانانو ملاتړ کوي او د  اسلامي امارت په څېر د بشر حقونو سرغړونکی رژیم هیڅ کله پر رسمیت نه شي پیژندلی. 

هغې زیاته کړې:« د ښځو او نجونو لپاره افغانستان کې ژوند د یوه زندان په څېر شوی دی. دا تصور چې نجونې په ۲۱ پیړۍ کې زده کړو ته لاسرسی نه لري او دا چې ښځې نه شي کولی په آزاده توګه پرته له محرم یا د کورنۍ نارینه غړي له کوره ووځي،د زغم وړ نه ده،خو افغانستان کې د ډېرو لپاره دا تریخ حقیقت دی. موږ به په هېڅ حالت کې داسې رژیم پر رسمیت ونه پیژنو،چې د بشري حقونو په سرغړونو باندې ولاړ وي. موږ باید د افغانستان خلک هېر نکړو، ان د طالبانو له واک څخه یو کال وروسته هم.» 

بیرباک پر نړیوالې ټولنې غږ کړی،چې افغانستان کې  بشر حقونو او د ډیموکراسۍ مدافعین یوازې پرې نږدي او نورو هېوادونو ته  د اېستلو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

بیرباک ویلي، ګڼ شمیر افغانان یې له افغانستان اېستلي او لا هم په داسې پروګرامو کار کوي،چې پاتې نور هم ژر وباسي. 

هغې زیاته کړې:« له ډېرو خنډونو سره سره، له وړاندې له ۷۰ سلنه زیات هغه کسان،چې ځانګړي ساتنې ته یې اړتیا لرله او جرمني ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوې وه،له افغانستانه اېستل شوي دي. موږ لا زیاته  هڅه کوو،چې نور خلک له افغانستانه را وباسو. موږ د کورنیو چارو وزارت سره په ګډه، په داسې یوه  پروګرام کار کوو،چې له مخې یې هغه کسان ژر وایستل شي،چې له ستر خطر سره مخ دي،په ځانګړې توګه ښځې او نجونې.» 

بل خوا په کابل کې ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ (یوناما) له اسلامي امارت د بدلون غوښتنه کړې او ویلي دي،دوی لا هم فرصت او وخت لري،چې بدلون وکړي او د افغانستان د پرمختګ لپاره کار وکړي.

یوناما پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، نړیواله ټولنه یوازي له هغو سره تعامل کوي،چې د بشر حقونو ته درناوی لري.

یوناما زیاته کړې:« له یو کال وروسته، موږ له طالبانو غواړو،چې بدلون وکړي، د فرصت یوه کړکۍ پاتې ده،چې د افغانستان د راپورته کولو او خلکو ته د امید ورکولو لپاره اړین ګامونه واخلي. له بدلون پرته به وضعیت لا خراب شي. نړیواله ټولنه به یوازې له هغو کسانو سره اړیکه وساتي،چې  بشري حقونو ته درناوی لري او د ټولو افغانانو استازي دي.» 

که څه هم د افغانستان اسلامي امارت د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې او یونما وروستیو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی،خو له وړاندې یې بار بار ویلي، د نړیوالو ټولې اندېښنې بې ځایه دي.

اسلامي امارت ویلي، د دوی په واکمن کېدو سره د ټولو حقونه خوندي شوي او د نړیوالو لپاره يې د رسمیت پیژندلو په برخه کې هېڅ بهانه نه ده پرېښې. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist