د تورخم دروازه د ټولو هغو افغانانو او پاکستانیانو پر مخ خلاصه شوې،چې غواړي خپلو کورونو ته ولاړ شي.
د تورخم دروازې د خلاصېدو خبره د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان کړې.
نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، تورخم لاره دغه راز د محصلینو، ناروغانو او د ټولو سوداګریزو او ترانزیتي توکو پر مخ خلاصه شوې.
هغه ویلي،د تورخم دروازه یې پرانستل شړې، خو په خبرهه یې روغتیایي لارښوونې باید مراعت شي.
ویل کېږي، دغه لاره په اصل کې پاکستان د هغو پاکستانیانو لپاره خلاصه کړې،چې سعودي عربستان ته د تګ لپاره افغانستان ته راغلي وو او اوس بند پاتې دي.











