Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ترک دولتونو سازمان افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

د ترک دولتونو سازمان افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/25

له سرپرست حکومت سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل غوښتنه که څه هم نوې مساله نه ده؛ خو دا ځل ورته غوښتنه له یوه نوي ادرسه مطرح شوې.

د ترک دولتونو سازمان په یوې ګډې خبرپاڼه کې له اسلامي امارت سره د نړۍوالې ټولنې همغږی منظم او متناسب تعامل اړینه اړتیا بللې.

خبرپاڼه کې دغه تعامل ځکه اړین بللی چې په خبره یې شته ننګونې پر ناوړه او نامطلوبه پایلو وانه وړي

د ګډې خبرپاڼې یوه برخه:« له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې همغږی، منظم او متناسب تعامل له دې امله  ډېراړین دی، چې  په دغه هېواد کې شته ننګونې پر ناوړه او نامطلوبه پایلو وانه وړي.»

خبرپاڼه کې له امنیتي درکه په افغانستان کې د سرپرست حکومت لاسته راوړنې او هڅې ستایل شوې او د ترهګریزو ګواښونو د له منځه وړلو  او په دې برخه کې يې د پیاوړي کېدو پر اړتیا ټینګار کړی.

دغه راز خبرپاڼه کې د داسې حکومت پر رامنځته کېدا ټینګار شوی چې له مخې یې ټول افغانان په کې یو شان ونډه ولري او بشري حقونه یې خوندي وي.

د ګډې خبرپاڼې یوه برخه:« د ترک دولتونو سازمان په افغانستان کې د داسې یوه حکومت پر رامنځته کېدا ټینګار لري چې ټول افغانان په کې ښکېل وي او له هېڅ راز توپير پرته د ټولو بشري حقونو ته درناوی وشي.»

خبرپاڼه کې،  په افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه ښودل شوې او د بشري مرستو د دوام سربېره یې په افغانستان کې دکاسا زر او ټاپي په څېر د لویو اقتصادي او بنسټیزو پروژو د عملي چارو په برخه کې د نړۍوالو همکاریو او هڅو د ډېرېدو غوښتنه کړې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د بشري مرستو د دوام په برخه کې یې د دې سازمان له غوښتنو هرکلی کړی خو د حکومت د جوړښت څرنګوالی یې د افغانستان کورنۍ موضوع بللې.

د سیاسي چارو شنونکي که څه هم د حکومتونو جوړښت مساله افغانانو پورې تړي، خو زیاتوي چې  په تېرو څلورو کالونو کې  د سرپرست حکومت د رسمیت پیژندلو برخه کې د اوسني حکومتي جوړښت بدلون د یو شمېر هېوادونو اساسي غوښتنه بولي.


دوی د نړۍوال تعامل په برخه کې د دې سازمان له څرګندونو هرکلي کوي او پر ورته سازمانونو او بنسټونو غږ کوي چې خپلې هڅې دې له افغانستان سره پر بېلابېلو همکاریو ورټولې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« موږ چې اوسنی حکومت ګورو، که د قومونو پر بنیاد وي، خو ونډه ورکړل شوې، ځکه د ټولو قومونو په تناسب باندې په دې حکومت کې استازي شته دي، بیلګې یې ښې زیاتې دي. هغه به نه یادوم. خو دا چې دوی بیا دې ته بل رنګ ورکوي، دا خپله مداخله ده، لاسوهنه ده. موږ هېچاته نه دي ویلي چې تاسې په هېوادونو کې ټولګډونه حکومت جوړ کړئ.»  

د ترک دولتونو سازمان افغانستان د ترک توکمه هېوادونو ملګری هېواد بللی چې له یوې پېړۍ راهیسې د دوستۍ، ګډ تاریخ، ګډ دین، دودونو او باورونو په وسیله سره نښلول شوي.

دې سازمان د افغانستان پر محوریت له ملي، سیمه‌ییزو او نړۍوالو نوښتونو ملاتړ کړی او د ګډو هڅو له لارې یې په اقتصادي، سوداګریزو، بشري مرستو او زدکړو برخو کې یې د موجوده ظرفیتونو د لوړولو ډاډ ورکړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist