Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ترکیې سرې میاشتې مشر کریم کنیک کابل ته راغلی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/05

له افغانستان سره د بشري مرستو د لا زیاتیدو او په دې برخه کې د همغږۍ د  لاپياوړتیا  په موخه د ترکیې د سرې میاشتې مشر کریم کنیک  کابل ته په درې ورځني سفر راغلی دی.

ټاکل شوې ده،په دغه سفر کې به  کنيک د اسلامي امارت له رئیس الورزاء له مرستيالانو او بهرنیو چارو وزارت مسولینو سره ناستې ولري. 

کابل هوايي ډګر کې کريم کنیک خبريالانو ته د دغه سفر موخه افغانستان سره بشري مرسته ياده کړه او په خبره يې ترکیه غواړي،د یوه دوست هیواد په توګه خپل رسالت اداء او خلکو سره مرسته وکړي. 

کنيک  زیاته کړه:« ترکیه د يوه مسلمان هیواد په توګه په دې فکر کوي،چې څنګه هغو کسانو ته د ژوند اسانتياوې برابرې کړي،چې په قاچاقي لارو ترکیې يا نورو هېوادونو ته ځي.» 

کنیک وايي، له افغانانو سره مرستې به دوامدره وي او دوی هڅه کوي،دا غږ تر نړیوالو ورسوي. 

کنيک زیاتوي:« زموږ دنده او مسوولیت هم دا دی،چې په نړیوال ډګر کې د افغانانو غږ پورته کړو. د افغانستان اوسني خراب اقتصادي وضعیت په اړه اندېښې شريکې کړو، د همدې له پاره ترکیه غواړي،خپلې مرستې دوامداره وساتي.» 

د افغانې سرې مياشتې مسولینو بيا وايي، له کریم کنیک سره په ناستو کې به پر هغو موضوعاتو بحثونه وکړي،چې د دواړو هېوادونو له پاره مهم وي. 

د افغانې سرې مياشتې د مسولینو په خبره، په دغه سفر کې به د ترکيې سرې مياشتې له لورې اړمنو او بې وزله خلکو لپاره د مرستو کولو خبره هم وشي،خو مالومه نه ده،چې ياده مرسته به څومره وي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist