Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ترکیې او قطر پلاوی د پنځه هوایي ډګرونو د مدیریت په تړاو د بحث لپاره  کابل ته راغلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/23

د کابل هوايي ډګر په شمول د څلورو نورو هوايي ډګرونو د مدیریت کولو پر سر د اسلامي ‌امارت لهع چارواکو سره د خبرو لپاره د ترکیې او قطر هېوادونو پلاوی کابل ته راورسېد.

د ترانسپورت او هوایي چلن وزارت ویاند امام الدین  احمدي وایي، د کابل نړیوال هوایي ډګر،د بلخ، خوست، کندهار او هرات هوایي ډګرونو د تخنیکي چارو د سمبالېدو او مدیریت پرسر به دغه مذاکرات ژر پیل او که هوکړه وشي،نو د یادو هوايي ډګرونو مسوولیت به دغو هېوادونو ته وسپارل شي.

احمدي زیاته کړه:« اوس زموږ هوایي حریم بند دی او عبوري الوتنې له افغانستانه نه کېږي. دا به خلاص شي، د ټاور برخه کې او ګرونډ هنډلینګ برخه کې او بعضې نور تخنیکي برخو کې به دوی سره قرارداد کېږي او پر مخ به یې وړي.»

احمدي وایي، که هوکړه وشي،نو د افغانستان په هوایي حریم به عبوري الوتنې هم بېرته پیل شي، ټاور او ځمکنی مدیریت به ورسره تنظیم شي،چې په هرې عبوري الوتنې به کابل ته له ۷۵۰ تر ۹۰۰ ډالرو ټکس ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه،هغه الوتکې چې د افغانستان هوايي ډګرونو کې ناسته کوي،تر دې به هم زیات ټکس پرې کوي،چې د ملي عوایدو په لوړېدو کې به ورسره زیاتوالی راشي.

احمدي وايي:« په هره الوتکه له ۷۵۰ تر ۹ سوه ډالرو حق العبور راځي، هغه الوتکه چې تیریږي او هغه چې دلته ناسته کوي‎، د هغوی بیا یو څه زیات دي. ان شاءالله عواید به ډېر زیات وي،افغانستان ته به ښه ګټه راځي.»

د قطر او ترکیې راغلی پلاوی به کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو سره مذاکرات پیل کوي،خو دا چې په څه ډول شرایطو به هوکړې ته ورسېږي،دا به له ناستو او بحثونو وروسته جوته شي.

د کابل هوایي ډګر مسوولین وایي،د هوکړې او مدیریت په صورت کې به له دې هوايي ډګره ۲۴ساعته الوتنې پیل شي.

د کابل نړیوال هوایي ډګر مسؤل مولوي عبدالهادي حمدان وايي:« له بحث وروسته به دا خبره مطرح کېږي،چې له دوی سره لاسلیک کېږي،یا نه کېږي. د اسلامي امارت مشران هغه څه غواړي،چې د هېواد او خاورې په خیر باندې وي او هغوی سره به توافق کوي،چې د افغانستان او اسلامي امارت په خیر وي.»

د قطر او ترکیې راغلي پلاوي د اوس مهال لپاره په دې تړاو رسنیو سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

په تیر اګست میاشت کې امریکایي ځواکونو د کابل نړیوال هوایي ډګر کې خپل زړه د ډګر په تخنیکي سیستم، الوتکو او موټرو تش کړ،چې ډېری یې تخریب کړل.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist