Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ترکيې سرې مياشتې مشر کریم کنیک له افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/05

د نړیوال فدراسيون مرستیال او د ترکيې سرې میاشتې مشر کریم کنیک په درې ورځيني سفر کابل ته راغلی او د اړمنو افغانانو وضعیت یې ارزولی دی.

کنیک نن  شنبه د « ۱۴۰۰ کال د سلواغلې پر ۱۶» د يوه رسنیز کنفرانس له لارې ژمنه وکړه،چې راتلونکې اوونۍ به له  افغانستان سره د۱۰  میلونه ډالرو په ارزښت د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته وکړي.

کنیک زیاته کړه:« ترکيې هیواد او په ځانګړې توګه سرې میاشتې دفتر له افغانستان سره په تېر وخت کې د لس میلونه ډالرو په ارزښت مرستې کړي. په اوسني سخت حالت کې هم د لس میلونه ډالرو په ارزښت زموږ مرستې راروانې دي،چې لومړۍ جوپه به يې راتلونکې اوونۍ افغانستان ته راورسېږي.» 

کنیک  وايي، نړۍ باید اوس وخت له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي او د مرستو په رسولو کې یې د اسانتیاوو او همکارۍ غوښتنه وکړه.

کنیک  زیاتوي:« زه پر نړۍ غږ کوم،چې افغانانو ته باید مرستې ورسوي،ځکه دلته اوس زيات خلک له خراب اقتصادي وضعیت کړیږي. په کار ده،چې افغانانو ته لاس ورکړل شي او هېڅ هېواد باید د بشري مرستو برخه کې خنډ او ځنډ پېښ نه کړي.» 

د ترکیې  د سرې میاشتې ټولنې مشر په خبره، نړۍ که له افغانانو سره مرسته تر سره نه کړي، نو لرې نه ده،چې د کډوالۍ بدې اغېزې به ګاونډي او سیمه هم اغېزمنه کړي.

هغه زیاته کړه:« زما په نظر نړۍ که بېړه ونه کړي او په دې اړه جدي اقدامات تر سره نه کړي، نو لرې نه ده،چې افغانان به مهاجريتونو ته مخ کړي. دا  ښکاره ده،چې د مهاجریتونو اغیز به ټولې نړۍ ته ورسېږي.»  

د مالوماتو له مخې،د ترکيې هېواد سره مياشت افغانستان کې له اړمنو او بې وزلو سربېره له 

هغو افغان کډوالو سره هم هره میاشت مرستې تر سره کوي،چې په یاد هیواد کې میشت دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist