Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ترویکا ناسته: باثباته افغانستان د ټولو پر ګټه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/11

د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد نن پنجشنبه د «۱۴۰۰ کال د لړم پر ۲۰ مه» د افغانستان په ‌تړاو د یوې مهمې څلور اړخیزې یا  ترویکا ناستې کوربه و.

د ترویکا ناستې،چې پاکستان، امریکا، چین او روسیه یې غړي هېوادونه دي، د افغانستان په تړاو یې مهم بحثونه کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ناستې ته د وینا پر مهال وویل، طالبان له ټولو نړیوالو سره ښې اړیکې او تعامل غواړي او په وینا یې نړیوال نباید پخوانۍ تېروتنې تکرار کړي.

قریشي زیاته کړه:« موږ په دې باور یو،چې طالبان د دې غوښتوونکي دي،چې له نړیوالو سره اړیکې ولري او هغوی د نړیوال ملاتړ او منښت غوښتنه کوي. نو دا ډېره اړینه ده،چې نړیواله ټولنه خپلې پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړي او له یوه مثبت لوري مخ ته ولاړ شي.»

قریشي همدا راز د ناستې پر ګډونوالو غږ وکړ،چې د بشري ناورین مخنیوي لپاره دې له افغانستان سره سم دلاسه بشري مرستې وشي.

د هغه په خبره با ثباته افغانستان د ټولو پر ګټه دی او له بدو پایلو یې هم اغیزمن کیدای شو.

قریشي زیاتوي:«موږ غواړو،چې افغانستان له اقتصادي سقوط وژغورل شي، ترهګري پراخه نه شي او د بشري ناورین مخه ونیول شي. موږ به په راتلونکو سیمه ییزو ناستو کې هم دغه غوښتنې ولرو.»

تمه ده،د افغانستان د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیرخان متقي،چې د یو باصلاحیته پلاوي پر مشرۍ په درې ورځنیي رسمي سفر اسلام اباد ته تللی، د ترویکا ناستې ګډونوالو سره به لېدنې ولري.

اسلامي امارت هڅه کوي،د داسې ناستو له لارې پر نړیواله ټولنه خپل حکومت په رسمیت وپېژني.

روسیه، چین او پاکستان هغه هېوادونه دي،چې په دې اړه  یې تر یو حده دریځ یو ښکاري او تازه د افغانستان لپاره د امریکا استازي ویلي، د افغانستان رسمیت پيژندلو لپاره سیمې ته د سلا مشورو لپاره په سفر راوتلی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist