Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ترانسپورټ او هوايي چلن وزارت: د افغانستان فضا د نړیوالو الوتنو لپاره خوندي ده

د ترانسپورټ او هوايي چلن وزارت: د افغانستان فضا د نړیوالو الوتنو لپاره خوندي ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/27

د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو په لړ کې دا ځل د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت خپل یوکلن راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د دغه وزارت چارواکي وايي، په تېر یوه کال کې د افغانستان له فضا له ۲۴ زرو زیاتې عبوري الوتنې شوې او دغه شمېره وروستیو دوه میاشتو کې څو برابره لوړه شوې.

د چارواکو په خبره، نړیوالو الوتنو لپاره د افغانستان فضا خوندي ده او ټول نړیوال هوايي شرکتونه کولی شي د افغانستان په فضا کې الوتنې وکړي.

دغه راز دوی له هوايي ټرانسپورټ څخه د افغانستان د عوایدو زیاتېدو خبره کوي او وايي، دا مهال په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضا ۲۶۵ الوتنې تېریږي او له هرې الوتنېافغانستان ته ۷۰۰ امریکايي ډالره عاید راځي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي: « په دې وروستیو کې د افغانستان له فضا څخه د عبوري الوتنو شمېر زیات شوی. دا مهال په هرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۵ الوتنې تېرېږي او دغه کچه د زیاتېدو په حال کې ده. هره عبوري الوتنه افغانستان ته ۷۰۰ امریکايي ډالره حق العبور ورکوي. زموږ هوايي حریم د نړیوالو الوتنو لپاره خوندي او بې خطره دی او په تېرو درېیو کالو کې هېڅ یوې ملکي الوتنې ته ستونزه نه ده پېښه شوې. موږ ټولو ملکي هوايي شرکتونو ته ډاډ ورکوو، چې زموږ ټول هوايي ډګرونه په تجهیزاتو سمبال دي او له نړیوالو معیارونو سره سم خدمتونه وړاندې کوي.»

 

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت اداري او مالي مرستیال انجنیر صدیق‌الله عابد وايي: « موږ هڅه کوو، د افغانستان هوايي حریم د نړیوالو الوتنو لپاره پوره خوندي کړو. دا مهال زموږ له فضا څخه په تېرېدونکو الوتنو کې زیاتوالی راغلی.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزرات عملیاتي مرستیال فتح الله منصور بیا وايي:« په تېر یوه کال کې د افغانستان له فضا څخه ۴۰ زره ۱۶ عبوري الوتنې شوې.»

د یاد وزارت چارواکي په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د مسافرو لپاره د یوې نوې انتظارخونې د جوړېدو خبره هم کوي  او وايي، دغه خونه به د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت په درې پوړونو کې جوړه او له ټولو اړینو اسانتیاوو به برخمنه وي.

 د دوی په خبره، ټاکل شوې ده، چې د دغې ودانۍ چارې په یوه نیم کال کې بشپړې شي.

د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت عملیاتي مرستیال مولوي فتح الله منصور وايي:« په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه. دغه ودانۍ به د مسافرو لپاره انتظار ځای، رسټورانت، مېلمستون، روغتیايي کلینیک، د غونډو تالار او نورې اسانتیاوې ولري.»

په تېر یوه کال کې د افغانستان له هوايي ډګرونو له ۱۲زرو زیاتې الوتنې ترسره شوې، چې له ډلې یې ۷ زره ۹۰ کورنۍ او۵ زره ۴۲۳  یې بهرنۍ الوتنې وې.

د چارواکو په خبره، له دغو الوتنو د خدمتونو په بدل کې تر ۷ زرو امریکايي ډالرو مالیه اخیستل شوې او شاوخوا دوه میلیونه مسافر یې انتقال او را لېږدولي دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي:«هغو الوتنو ته بېلابېل خدمتونه وړاندې کېږي او عواید ترې ترلاسه کېږي،چې په افغانستان کې الوتنې کوي. تقریبا ً له هرې الوتنې څخه له ۵ تر ۷ زرو امریکايي ډالر مالیه اخیستل کېږي.»

د دغه وزارت ځمکني ټرانسپورټ معین عبدالسلام حیدري وايي، د ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې هم ګڼې لاسته راوړنې لري او د تګ راتګ د لنډ مهاله ځانګړي سند له لارې یې ګاونډي پاکستان ته د زرګونو بار وړونکو لاریو د تګ راتګ زمینه برابره کړې او همداراز د ایرن او ازبېکستان په ګډون ګڼو نورو هیوادونو ته یې د زرګونو بار وړونکو موټرو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړې دي.

حیدري زیاتوي:« په تېر یوه کال کې له افغانستانه ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته له ۵۲۴ زره زیاتو افغاني لاریو او افغانستان ته له ۴۳۴ زره زیاتو بهرنیو لاریو تګ راتګ کړی.»

دغه وزارت وايي د ځمکني ټرانسپورټ لپاره یې د مجهزو ترمینلونو د جوړولو لپاره په ټولو هېواد کې له درې نیم زره جریبه زیاته ځمکه په پام کې نیولې.

د ټرانسپورټ وزارت چارواکي وايي، دا مهال په ټول هېواد کې ۲۷ فعال هوايي ډګرونه موجود دي، چې ۵ یې نړیوال هوايي ډګرونه دي.

د چارواکو په خبره، په دغو هوايي ډګرونو کې معیاري خدمات وړاندې کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist