Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د سترګو او غوږونو معلولینو ته د زده کړو ځانګړي مرکزونه جوړوي

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د سترګو او غوږونو معلولینو ته د زده کړو ځانګړي مرکزونه جوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/04

د سترګو او غوږنو معلولیت لرونکو (ړندو او کڼو) له روزنیزو مرکزونو د ملي موسسو ملاتړ په ناسته کې چې ګڼ شمېر یاد معلولیت لرونکو کسانو هم په کې ګډون کړی و، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې چارواکو وویل، هغو کسانو ته د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ځانګړو زده کړو ۲۰ مرکزونه جوړ شوي چې په سترګو نه ویني او په غوږونو کاڼه دي.

د دوی په خبره، په دغو مرکزونو کې ګڼ شمېر د یاد معلولیت لرونکي کسان تر د ځانګړو زده کړو لاندې دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده کړو آمر غلام سخي وحدت وايي: « دا د وطن د دغو اولادونو حق دی؛ لکه څرنګه چې روغ کسان د ښوونځیو، پوهنتونو، روغتونونو او خدماتو حق لري، دغو کسانو ته به هم پاملرنه وشي. لکه څرنګه چې وویل شول، په ۱۸ ولایتونو کې د دغو کسانو لپاره ۲۰ مرکزونه لرو.»

چارواکي دغه راز وايي، پلان لري چې په روان کال کې د سترګو او غوږونو اړوند معلولیت لرونکو کسانو لپاره په ټول هېواد کې ۸ نور د ځانګړ زده کړو مرکزونه هم جوړ شي.

د دې ادارې د کیفیت د تضمین رییس وايي، په ۳۴ ولایتونو کې به د ځانګړو زده کړو مراکز جوړ کړي او د اړتیا په صورت کې به په ځینو ولایتونو کې د دغو مرکزونو شمېر له ۱ تر ۳ پورې وي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کیفیت د تضمین رییس مبشرآغا وايي: « زموږ عزم دا دی چې په ۸ ولایتونو کې نور مرکزونه هم ایجاد شي. موږ غواړو لږترلږه په هر ولایت کې یو مرکز حتمن ولرو؛ خو په هغو ولایتونو کې چې اړتیا ډېره وي، اړتیا ته په کتو به ډېر مرکزونه جوړ شي؛ ترڅو ناشنوایانو او نا بینایانو ته د دوی د اړتیا وړ خدمتونه وړاندې کړي. دوی ته به تعلیم، وسایل او کار ورکړل شي.»

د چارواکو په خبره، هغه نابینایان او ناشنوایان چې خپلې زده کړې بشپړوي، په حکومتي اداراتو کې به ورته د کار زمینه برابره شي او په دې برخه کې ټولو حکومتي ادارو ژمنه هم ورسره کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist