Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د بېځایه شویو نړیوال سازمان: افغان کډوال باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/22

د بېځایه شویو نړیوال سازمان(ډي‌آی‌او) له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستلو  په دوام، اندېښنه ښودلې او له پاکستان او ایران یې غوښتي چې دا لړۍ ودروي.

د دې سازمان مشر وایي، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو ګاونډیو هېوادونو په زور او جبر سره څه باندې پنځه میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي او له امله یې افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت لا پسې خراب شوی.  

د بېځایه شویو نړیوال سازمان بنسټ اېښودونکی او مشر محمد اشرف حیدري وايي: « د ۲۰۲۳ زېږیز کال له وروستیو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څه د پاسه ۵ میلیونه افغانان افغانستان ته ستانه شوي چې افغانستان کې یې ناوړه بشري وضعیت لا پسې خراب کړی. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان نازک مرستندویه سیسټم له مخ په زیاتېدونکي فشار سره مخ دی. د هغو هېوادونو په توګه چې له لسیزو راهیسې میلیونونه افغانانو کوربه پاتې شوي، پاکستان او ایران باید داسې لاره وټاکي چې د قانون، انسانیت او سیمه ییز مسوولیت له مخې لازم وي.»

له بلې خوا، د کډوالو نړیوال سازمان(آی‌او‌اېم) وایي، پاکستان کې دې د افغان کډوالو نیول او جبري ایستل پای ته ورسېږي او د نړیوالو قوانینو په رعایت سره دې، د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د هغوی د داوطلبانه ستنېدو لپاره زمینه برابره کړي.

د بې ځایه شویو نړیوال سازمان مشر خبرداری ورکړی چې له افغان کډوالو باید د سیاسي موخو لپاره استفاده ونه شي.

محمد اشرف حیدري زیاته کړې: له پاکستان غواړم چې د افغان کډوالو نیول او جبري ستنول ودروي او نړیوالو قوانینو ته په درناوي، د نړیوالو سازمانونو په همکارۍ د داوطلبانه ستنېدو لپاره زمینه ورته برابره کړي. دغه راز دې له افغان کډوالو د سیاسي موخو لپاره کار نه اخلي.»

بل پلو، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې له مشر عرفات جمال سره په لیدنه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د اندیښنې وړ بللی او زیاته کړې یې ده چې په پاکستان کې افغان کډوال د نوم لیکنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبداللمطلب حقاني وايي: « مولوي عبدالکبیر له فرضي کرښې ها غاړه د راستنېدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او زیاته یې کړه چې لا هم افغان کډوال د زاخېلو او حمزه کمپونو کې د ثبت له ستونزو سره مخ دي او خدماتو ته لاسرسی نه لري.»

د کډوالو حقونو فعالان په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت نازک بولي او له حکومت او نړیوالو سازمانونه غواړي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو او ننګونې دایمي حل پيدا کړي.

د کډوالو د حقونو فعال نظر محمد  نظري وايي: « په دې ډول شرایطو کې د پاکستان او افغانستان د حکومتي چارواکو او نړیوالو بنسټونو ترمنځ همغږي ډېر اهمیت لري. که چېرې د راستنېدلو پروسه په تدریجي توګه او مدیریت شوې بڼه ترسره شي، هم به انساني کړاو کم شي او هم یې منفي پایلې.»   

دا په داسې مهال ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ سلګونه افغان کډوال راستنېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist