Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بې‌پولې ډاکټرانوسازمان: له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اخراج ته اندېښمن يو

د بې‌پولې ډاکټرانوسازمان: له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اخراج ته اندېښمن يو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/18

پاکستاني چارواکو له خپل هېواده د ناقانونه کډوالو اېستلو په اړه د خپلې تېرې پرېکړې په تعقيب د روانې  اپریل پر ۱۵مه رسماً د هغو افغان کډوالو د اېستلو دويمه لړۍ پيل کړه، چې دغلته د اوسېدو قانوني اسناد لري.

که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون ډېرو هېوادونو له پاکستانه په وار وارغوښتې، چې د افغانانو جبري اخراج لړۍ ودروي؛ خو برعکس دغه هېواد د خپلې پرېکړې پربنسټ په دویم پړاو کې ۸۰۰ زره کارت لرونکي افغان کډوال اخراجوي.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان (ایم.اېس.ایف) له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اخراج په اړه اندېښنه ښودلې او په دې اړه يې د پاکستان پر پرېکړې د نيوکې ترڅنګ ويلي، ياد افغان کډوال داسې مهال بېرته خپل هېواد ته ستنوي، چې دغلته لا هم  له روغتيايي خدمتونو سربېره خلک اساسي خدمتونو ته کافي لاسرسی نه لري.

یاد سازمان وايي: « د اټکل له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۴.۴ میلیونه افغانان اوسي. موږ له پاکستانه د افغانانو پيل شوي جبري اخراج ته اندېښمن يو. ډېری افغانان هلته له کلونو راهیسې ژوند کوي او دا ستونزمنه ده، چې هلته مېشت افغانان د ژوند اسانتیاوې پرېږدي او هغه ځای ته ستانه شي، چېرې چې لا د مخه پراخه بې‌وزلي، ناکافي روغتیایی خدمتونه او د ښځو لپاره محدودیتونه شتون لري.»

په کراچۍ کې د افغانستان کونسل عبدالجبار تخاري وايي، په داسې حال کې چې پاکستان د افغانانو د اېستلو دويمه لړۍ پيل کړې؛ خو تر دې دمه د يادې لړۍ په ترڅ کې هېڅ افغان کډوال نه دی نيول شوی او تمه ښیي، چې پاکستان به د قانوني اسنادو لرونکي کډوال اخراج نه کړي.

تخاري زیاتوي: « وړاندې له ټول پاکستانه نږدې ۶۰۰ زره افغان کډوال اېستل شوي چې ځېني یې جبري او ځېنې یې په خپله خوښه وتلي دي او اوس هم هغه افغانان چې په خپله خوښه ځي نو د پاکستان له بېلابېلو برخو د هغوی د وتلو لړۍ روانه ده او په خپله خوښه خپل هېواد ته ځي. موږ له پاکستانه غواړو چې هغه افغانان چې لاسته راوړنې لري ښه چلن ورسره وکړي او اجازه ورکړي چې دلته پاکستان کې په ارامه خپل ژوند وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکي وايي، پاکستان خپلو سیاسي او اقتصادي موخو ته د رسېدو لپاره افغانان له خپل هېواده شړي او په خبره یې دا چاره کولی شي، ډېر افغان کډوال له لوږې او بې‌وزلۍ سره مخ کړي.

دوی له وايي، له سرپرست حکومته غواړو، چې له راستنو شویو کورنيو سره خپلې مرستې چټکې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « دوی د خپل اقتصاد د پیاوړتیا لپاره دغه دویم پلان چې د افغانانو په اېستلو کې یې لري دا به عملي کوي او اقتصادي لاسته راوړنې به په کې ولري، له نړۍ به هم د کډوالو د عنوان، ترهګرۍ د ځپلو او په سیمه کې د ناامنیو تر چتر لاندې پیسې اخلي، خپل اقتصاد او لارې به جوړوي او بانکونه به ډکوي.»

د سیاسي چارو شنونکی فهیم چکري وايي: « پر اسلامي امارت واجبه ده چې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي، دلته سرپناه ورکړل شي، د دوامداره کار زمینه ورته برابره شي څو وکولی شي خپلې اړتیاوې پوره کړي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، یوازې په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا ۱۳۰ کورنۍ چې ۵۷۷ تنه دي، په جبري ډول له پاکستانه اخراج او هېواد ته راستانه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist