Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بښنې نړیوال سازمان پاکستان ته؛ د افغان کډوالو جبري ستنولو لړۍ ودروئ

د بښنې نړیوال سازمان پاکستان ته؛ د افغان کډوالو جبري ستنولو لړۍ ودروئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/07

له تېرې شنبې ورځې راهيسې  يوازې د تورخم له لارې له پاکستان څخه تر ۲ زرو زیات کسان په زور را ایستل شوي دي.

 دا شمېر کسان د خيبرپښتونخوا او پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پوليسو له لوري نيول شوي او بیا افغانستان ته اړول شوې دي.

ځينو کډوالو شمشاد ته په لېږلو وېډيو کلېپونو کې ادعا کړې چې د اخراج پرمهال پاکستاني ځواکونو اجازه نه ده ورکړې چې د خپل کور وسايل له ځان سره هېواد ته ولېږدوي.

له پاکستان را ایستل شوی یو تن افغان کډوال وايي: « یوازې دوه بکسونه او د غاړې جامې یې راکړې، نور ټول سامانونه یې رانه وګرځول. زه نورو کسانو ته وایم چې په پاکستان کې اور ور واچوئ خو له ځان سره یې تورخم ته مه راوړئ. په تورخم کې پاکستاني پولیس وايي، دا وسایل تاسو له افغانستانه نه دي راوړي، بلکې دا زموږ دي او دلته به پاتې کېږي.»

په زور د افغان کډوالو اخراج او ورسره ناوړه چلن نړيوال سازمانونه  غبرګون ښودلو ته اړ کړي او په دې لړ کې د بښنې نړيوال سازمان د يوه تازه کمپاين له لارې له پاکستانه غوښتي چې افغان کډوالو ته د ستنېدو مهلت وغځوي.

دې سامازمان په خپل کمپاين کې د هغو افغانانو يادونه کړې چې په خبره يې له پاکستانه تر ایستل کېدو وروسته ښايي د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

د بښنې نړيوال سازمان دې او دېته ورته نورو حساسيتونو ته په کتو له پاکستانه د افغانانو د ايستلو پلان غير اصولي بللی او د لغوه کولو غوښتنه يې کړې.

د  بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې: « وروسته له هغې چې پاکستاني چارواکو په دې هېواد کې د مېشتو افغانانو چې په کې کډوال او پناه غوښتونکي هم شامل دي، د جبري اېستلو نوې لړۍ پیل کړه، د بښنې نړیوال سازمان د مهلت د بېرته غځولو کمپاین پیلوي. دا کمپاین «له موږ سره د انسان په توګه چلن وکړئ» تر شعار لاندې پیل کېږي.»

پاکستان د تېرې مارچ میاشتې ۳۱مه نېته د افغان تابعیت کارت (اې.سي.سي) لرونکو افغانانو ته وخت ورکړی و چې په داوطلبانه توګه له پاکستان ووځي.

خو اوس يې د دې مهلت په پوره کېدو سره په زور د افغانانو د ايستلو لړۍ پيل کړې ده.

افغان کډوال د پاکستان د پولیسو له لوري ورسره کېدونکي چلن سختې نیوکې لري او وايي، له دوی سره کېدونکی چلن انساني نه دی.

له پاکستانه راستون شوی افغان کډوال سید جمال شاه میاخېل وايي: « دا ډېره بې رحمي ده او د اسلام خلاف کار دی. موږ غواړو هغه شان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شو لکه څرنګه چې راغلي یو. موږ افغانستان ته په تګ خوښ یو، خو باید وخت راکړل شي.»

د پاکستان ترڅنګ ایران هم د افغان کډوالو شړلو لړۍ تېزه کړې ده.

د ایران  انتظامي ځواکونو قوماندانۍ ویاند ویلي، په ۱۴۰۳ کال کې یې یو میلیون او ۱۲۰ زره افغان کډوال چې د دې هېواد چارواکي یې غیرمجاز بهرني اتباع  بولي، د ایران له خاورې ایستلي دي.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، پاکستان او ایران افغان کډ‌وال د سیاسي وسایلو په توګه کاروي او په خبره يې له دې لارې هڅه کوي چې خپلې سیاسي موخې تعقيب کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالصادق حمیدزوی وايي: «زموږ ګاونډیان خپلو اهدافو او ستراتیژیو ته د فشارونو له لارې یا هم د خوږ ګوتې نیولو له لارې ځان رسوي. زه پر ټولو افغانانو غږ کوم چې خپل وطن ته راشي؛ ځکه که ګور تنګ دی، د مړي ورته ناکام دی.»   

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې هم د افغان کډوالو د جبري ایستلو په غبرګون کې د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د دې پروګرام له عملي کولو دې ډډه وکړي.

هغوی د افغان کډوالو د جبري ستنولو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې پاکستان باید د افغان کډوالو د کوربه په توګه خپل اوږدمهالي رول ته دوام ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist