Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بښنې نړیوال سازمان له ایرانه دافغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ غندلې

د بښنې نړیوال سازمان له ایرانه دافغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ غندلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/19

که څه هم له ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ایران څخه د افغان مهاجرینو د بېرته را ګرځولو لړۍ له پخوا روانه ده، خو د افغان کډوالو د ربړونې، نیولو او په زور او جبر را ایستلو په اړه خواله رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې کوربه هېوادونو ایران او پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره د پولیسو او د دغو هېوادونو د خلکو له خوا تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی.

د دې ډول بد چلن په غبرګون کې، د بښنې نړیوال سازمان یوځل بیا له  ایرانه د افغان کډوالو او په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د جبري ایستلو لړۍ غندلې او له دې هېواده یې غوښتي چې د افغان کډوالو ډله ‌ییز ایستل سملاسي ودروي.

یاد سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ایران په شمول ټول هېوادونه باید افغان مهاجرینو ته چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، د مشروطو پناه‌غوښتونکو په توګه ومني او بېرته یې افغانستان ته ونه ګرځوي.

د بښنې نړیوال سازمان د اعلامیې یوه برخه کې راغلي: « په ایران کې د افغانانو د ناقانونه ایستلو پیل شوې لړۍ کې د خلکو پر کورونو چاپې، ربړونې، نیونې او د هغو کسانو جبري شړل شامل دي چې پرته له جامو بل څه نه لري. ایران چارواکي باید سملاسي د افغان کډوالو او هغوی چې په ایران کې زېږېدلي دي، ډله‌ییز اخراج یې بند کړي.»

د بښنې نړیوال سازمان همداراز د ملګرو ملتونو د مالوماتو  پربنسټ ویلي، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې تر یو میلیون ډېر افغانان له ایرانه بېرته خپل هېواد ته ګرځول شوي.

دغه سازمان زیاته کړې، یوازې د جون له لومړۍ نېټې د جولای تر ۱۸ مې نېټې پورې ۵۴۶ زره کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، له ایرانه په زور او جبر ایستل شوي دي.

ایران کې دېره افغان کډواله لینا نذیز وايي: « په دې ورستیو کې د ایران حکومت د افغان مهاجرو اخراج ته زور ورکړی. ډېری هغه افغانان چې کلونه یې ایران کې ژوند کړی، اوس مجبور دي چې د دې هېواد خاوره ترک کړي؛ هغه هم داسې حال کې چې ډېری یې د تللو لپاره ځای نه لري. دا لړۍ ناڅاپي او له مخکې ورکړل شوي خبر پرته ترسره کېږي، ان تر دې چې د شپې له مخې د افغانانو په کورونو چاپې وهل کېږي او پرته له دې چې خپل وسایل ټول کړي، د افغانستان سرحد ته استول کېږي. په دې منځ کې ښځې، ماشومان او بوډاګان تر نورو ډېر زیانمنېږی.»

په ‌همدې حال کې د بشر حقونو یو شمېر فعالان له افغان کډوالو سره د ایران او پاکستان حکومتونو چلن غندي او د کډوالۍ د ټولو قوانینو خلاف عمل یې ګڼي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغان کډوالو سره همکاري وکړي.

د کډوالو حقونو فعال ګلاخان بهادري وايي: « نړیوال سازمانونه او په ځانګړې توګه آی.او.اېم، یو.اېن اېچ.سي.آر او یونیسف باید د افغان کډوالو دفاع، مرستې او ملاتړ ته ادامه ورکړي.»

د کډوالو د حقونو فعال محمد خان طالبي محمدزی وايي: « باید دغو راستنېدونکو ته د بیا مېشتېدنې، ښوونې روزنې او کاروبار زمینه برابره شي. د افغانستان اسلامي امارت او ملګري ملتونه باید په دې اړه رایزني وکړي.»     

پر ایران د اسراییلو له برید وروسته چې د روان کال د جون په ۱۳ مه ترسره شو، د ایران کورنیو چارو وزارت د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته یې د جبري را ستنولو لړۍ پيل کړه.

په دې موده کې نږدې یو میلیون افغانان له یاد هېواده شړل شوي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist