Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

د بښنې نړیوال سازمان د جنګي جنایت په توګه پر امېد روغتون د پاکستان برید څېړلو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/23

د بښنې نړیوال سازمان(اېمنېسټي انټرنېشنل) په خپل تازه راپوره کې پر امید روغتیايي مرکز چې په نشه يي توکو روږدو کسانو درمنله په کې کېده، د پاکستان پوځي رژیم شوي بریدونه جنګي جنایت بللي او د دې جنایت د څېړنې غوښتنه یې کړې.

په دې راپور کې راغلي چې پاکستان هېڅ ډول شواهد نه لري چې ګواکي دا روغتیايي مرکز د نظامي مهماتو د زېرمې په توګه کارول کېده.

د بښنې نړیوال سازمان دغه راز ویلي، د دوی د څېړنو له مخې څرګنده شوې چې دغه ځای  د تېرو لسو کلونو راهیسې د روغتیايي مرکز په توګه کارول کېږي او د پاکستان له لوري پرې برید او د سلګونه ناروغانو وژل باید د جنګي جنایت په توګه وڅېړل شي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي: « د ۱۴۰۴ کال د کب په ۲۶مه د امید په نوم د کابل د روږدو درملنې پر مرکز د پاکستان د پوځ خونړي هوايي بریدونه باید د احتمالي جنګي جنایت په توګه وڅېړل شي. په دې برید کې لږ ترلږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۲ نور زخمیان دي. د پاکستان پوځ هېڅ داسې شواهد نه لري چې وښيي دا مرکز د پوځي چارو لپاره کارول کېده.»

په ورته مهال، د دې سازمان د سوېلي اسیا څانګې سرپرسته وايي، پر امېد مرکز برید له نړیوالو بشر دوستانه قوانینو ستره سرغړونه ده؛ ځکه د دوی د څېړنو له مخې، دغه ځای له لسو کلونو راهیسې د روږدو د درملنې مرکزي په توګه کارول کیږي.

ایزابل لاسي ویلي، د پاکستان دا برید چې ګڼ ملکیان په کې مړه او ژوبل شول، د دې هېواد د پوځ ستره ناکامي ده.

د بښنې نړیوال سازمان د سوېلي اسیا څانګې سرپرسته دغه راز وايي: « پر امېد مرکز برید له نړیوالو بشر دوستانه قوانینو جدي سرغړونه ده او جنګي جنایت شمېرل کیږي.  دغه ځای د څه باندې یوې لسیزې راهیسې د روغتیايي مرکز په توګه کارول کېده او د پاکستان دا برید د دې هېواد په پوځي پلان جوړونه کې یوه لویه او وژونکې ناکامي ښيي چې له امله یې ګڼو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

کارپوهان بیا وايي، نه یوازې د روږدو پرمرکز بلکې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پاکستان د افغانستان حریم نقض کړی او جنګي جنایات یې ترسره کړي چې له امله یې سلګونه ماشومان، ښځې، بوډاګان او نور عام وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

غوښتنه داده چې باید د پاکستان پوځي رژیم مشران نړیوالې محکمې ته معرفي او د جنګي جنایتکارانو په توګه محاکمه شي.

په همدې حال کې د افغانستان د سټراټيژیکو مطالعاتو نړیوال مرکز  بیا وايي چې پاکستان پر افغان خاوره او پر بې ګناه افغانانو تېري سره وښوده چې د افغانستان پر وړاندې سټراټیژي نه بدلېدونکې ده او نړیوال باید د جنګي جنایاتو دوسیه ورته جوړه کړي.

د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځي وايي: « د پاکستان په دې برید کې له ۴۰۰ زیات ناروغان په شهادت ورسېدل؛ باید د بښنې نړیوال سازمان هماغه وخت د څېړنو غوښتنه کړې وای. دا د پاکستان یوازینی برید نه دی بلکې پر خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، ننګرهار او نورو ولایتونو یې هم بریدونه وکړل او له امله یې سلګونه ښځو، ماشومانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.»

د افغانستان د سټراټیژیکو څېړنو نړیوال مرکز مشر هاتف مختار وايي: « پر یوه روغتون د پاکستان پوځي رژیم برید او هلته د سلګونه کسانو شهادت سبب شول چې پاکستان وښيي په نړیوال سټېج کې یې د افغانستان په اړه پالیسي نه ده بدله شوې. زموږ غوښتنه دا ده چې د دې بریدونو لپاره باید دوسیه جوړه شي او په تړاو یې نړیوالو محاکمو ته شکایت وشي.»

د چارو شنونکي دغه راز وايي، پاکستان عام افغانان وژني،  سوداګري او ګډوال د افغانستان پر وړاندې د سیاسي فشار  په توګه کاروي، په نیابتي ډلو یې افغانستان کې ناامنۍ او جګړې جوړې کړې دي او بالاخره یې په مستقیم ډول خپله پر افغان خاوره مخامخ یرغل وکړ.

د دوی په خبره، نړیوال بنسټونه باید له پاکستانه د ټولو هغو جنایتونو پوښتنه وکړي چې د تېرو څو لسیزو راهیسې یې د افغانستان پر وړاندې ترسره کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « دا د پاکستان وروستی جنایت نه دی چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې یې ترسره کوي بلکې په تېرو څو لسیزو کې یې ستر بشري جنایتونه ترسره کړي او افغانان به یې تل یاد ساتي. له پاکستان څخه یوازې د دې بریدونو په تړاو نه بلکې له افغان کډوالو سره د روان ظلم په تړاو هم باید پوښتنې وشي. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ادارو ته په کار ده چې دغه مظالم له حقوقي پلوه تعقیب کړي.»

د روږدو په مرکز د برید په تړاو د بښنې نړیوال سازمان د روانې جولای میاشتې په ۹ نېټه له پاکستان د جزئیاتو غوښتنه کړې وه، خو تراوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د بښنې نړیوال سازمان د خپلو پلټنو په لړ کې له ۶۰ زیاتو ویدیو ګانو،  د سیمې ۳۰ سپوږمکیز انځورونو له څېړنو او له ۱۱ عیني شاهدانو او د روږدو درملنې مرکز له کارکوونکو او قربانیانو کورنیو سره له مرکو وروسته، دې پایلې ته رسېدلی چې د پاکستان پوځي رژیم په افغانستان کې جنګي جنایت ترسره کړی او په دې روغتون برید باید د جنګي جنایت په توګه وڅېړل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی
افغانستان

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

جولای 23, 2026
د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې
افغانستان

د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

جولای 23, 2026
چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی
افغانستان

چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

جولای 23, 2026
اتریش د افغان کډوالو په اړه د جرمني له پرېکړې هرکلی وکړ
افغانستان

جرمني یوځل بیا له خپلې خاورې د مجرمو افغان وګړو پر شړلو ټینګار کړی

جولای 23, 2026
ایرو ایشیا: چین له یوې پېړۍ وروسته افغانستان سره پوله پرانیزي
افغانستان

ایرو ایشیا: چین له یوې پېړۍ وروسته افغانستان سره پوله پرانیزي

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: د نورستان سېلاب ځپلو سره د مرستې او ژغورنې عملیات پيل شوي
افغانستان

ملګري ملتونه: د نورستان سېلاب ځپلو سره د مرستې او ژغورنې عملیات پيل شوي

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

جولای 23, 2026
د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

جولای 23, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

د بښنې نړیوال سازمان د جنګي جنایت په توګه پر امېد روغتون د پاکستان برید څېړلو غوښتنه کړې

جولای 23, 2026
چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

جولای 23, 2026
اتریش د افغان کډوالو په اړه د جرمني له پرېکړې هرکلی وکړ

جرمني یوځل بیا له خپلې خاورې د مجرمو افغان وګړو پر شړلو ټینګار کړی

جولای 23, 2026
ایرو ایشیا: چین له یوې پېړۍ وروسته افغانستان سره پوله پرانیزي

ایرو ایشیا: چین له یوې پېړۍ وروسته افغانستان سره پوله پرانیزي

جولای 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist