Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې غړیو له شمشاد ټلوېزيون او اومر ماين پاکۍ موسسې ليدنه وکړه

د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې غړیو له شمشاد ټلوېزيون او اومر ماين پاکۍ موسسې ليدنه وکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/23

د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې غړیو د سه شنبې پر ورځ د (۱۴۰۴ کال د غويي پر ۲ مه)  له شمشاد ټلوېزيون او اومر ماين پاکۍ موسسې ليدنه وکړه

د دې جرګې غړیو د شمشاد ټلوېزيون مسوولينو، ژونالېستانو او کارکونکو سره د لیدنې پر مهال  په رسنیز ډګر او په بې ‌پرې توګه په اطلاع رسونې کې د دوی هڅې وستايلې.

د یادې جرګې مشر نور عالم حکيميار وايي: « شمشاد هغه یوازینی ټلویزیون دی چې د افغانستان کلتور، بډایه تاریخ او ملي شخصیتونو ته ریښتینی پاتې شوی. دوی په خپلو خپرونو او رسنیزو فعالیتونو کې د افغانستان حقایق نړۍ او افغانانو ته وړاندې کوي. دا ښکاره خبره ده چې افغانستان کې د ژورنالېستانو لپاره کار هېڅکله اسانه نه و، خو د شمشاد ژورنالېستانو ځانونه د افغانستان لرې پرتو سیمو ته رسولي او هلته یې خپرونې جوړې کړې. ما ته د دوی ټولې برنامې د افغانستان د خلکو پر ګټه ښکاري.»

دغه راز حکیمیار د اومر ماين پاکۍ موسسې فعاليتونه، د افغانانو او په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د ژوند ژغورنې په برخه کې د قدرداني وړ وبلل.

هغه زیاته کړه:« اومر موسسه هم د هغو افغاني موسساتو له ډلې ده چې په افغانستان کې یې ډېر خدمت کړی، د ډېرو افغان ماشومانو، ښځو او نرانو ژوند یې ژغورلی.»

د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې غړیو له دې وړاندې هم د سرپرست حکومت له چارواکو سره په لیدنو کې د باور جوړونې، همکارۍ او خلکو ستونزو ته د حل روښانه چوکاټ رامنځته کېدو پر اړتیا خبرې کړې دي.

د بهر مېشتو افغانانو د مشورتي جرګې غړی عبداللطیف متين په دې اړه وايي: « له موږ سره چارواکي ډېره همکاري کوي. زما لپاره جالبه دا وه چې هغه دردونه او اندېښنې چې موږ یې لرو، دوی یې هم لري. دوی له موږ سره مطلق همغږي دي او زموږ غوښتنو ته یې غوږ نیولی او تمه لرو چې عمل پرې وکړي. څرنګه چې له حکومتي چارواکو سره په یوه مجلس کې یاده شوه، دا ده چې رڼا شته او د روښنايي په طرف روان یو، خو ممکن دغې رڼا ته رسېدل وخت واخلي.»

د دې جرګې غړیو له دې وړاندې د سرپرست حکومت له مختلفو ادارو مشرانو سره کتلي او خپلې ستونزې او مشورې یې ورسره شریکې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist