Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بهرنیو چارو وزارت: د هند او پاکستان کړکېچ افغانستان ته هم زیان رسوي

د بهرنیو چارو وزارت: د هند او پاکستان کړکېچ افغانستان ته هم زیان رسوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/05

له هغې وروسته چې د هند تر کنټرول لاندې جمو او کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو برید وشو، دغې پېښې د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا پراخه او ان تر دې ورسوله چې نوی ډیلي پر اسلام باد د برید ګواښونه کوي.

اوس مهال د دواړو هېوادونو ځواکونه د جګړې لپاره لومړۍ درجه احضاراتو کې دي.

دلته په کابل کې بیا اندېښنې دا دي که چېرې د دغو دوو سیمه ییزو اټومي قدرتونو ترمنځ جګړه ونښلي، نو نه یوازې د سیمې ثبات او امنیت ته به زیان ورسوي بلکې افغانستان به ترې هم اغېزمن شي.

د بهرنیوچارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رئیس ولي ‌الله شاهین وايي: « که د دې دواړو اټومي قدرتونو ترمنځ دا جګړه وشي، د تباهۍ حد یې هېچاته هم نه ښکاري. موږ په سیمه کې د سیمې د ثبات لپاره نه غواړو چې دا دوه هېوادونه له یوبل سره جګړه وکړي. دا جګړه سیمه بې ثباته کوي او په دویم ګام کې د افغانستان ولس هم له دې مسایلو متضرر کېږي. همدا اوس په واګه بندر کې زموږ تجارتي اموال بند دي.»

په ورته مهال د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز پر سیمه او په ځانګړې توګه پر افغانستان د هند او پاکستان  ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا د پراخېدو پراغېزو علمي بحث او سیمینار جوړ کړی و.

په دغې سیمینار کې پر دې بحث شوی، که د نوي ډيلي او اسلام اباد ترمنځ جګړه وشي، سیمه به بې ثباته کړي او د دواړو هېوادونو ګاونډیان به هم اغېزمن کړي.

په سیمینار کې ټینګار شوی چې باید دواړو هېوادونه رامنځته شوې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

د بهرنیوچارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رئیس ولي ‌الله شاهین په دې اړه وايي:« د سټراټيژيکو مطالعاتو مرکز په دې اړه یو سیمینار درلود او په کې د دې احتمالي بحران د حل یا لا ستونزمن کېدلو په ټولو لارو چارو بحثونه وشول. د ګډون کوونکو لیدلوری دا و چې جګړه د هېڅ هېواد لپاره ګټه نه لري او د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونه باید د دې جګړې له پېښېدو مخه ونیسي.»

په ورته مهال، د بهرنیوچارو وزارت لومړی سیاسي رییس مفتي نوراحمد نور وايي، د پاکستان او هند ترمنځ وروستیو اقداماتو وار دمخه د افغانستان پر سوداګرۍ اغېز کړی او د واګې بندر بندېدل یې د بېلګې په توګه یاد کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رییس نور احمد نور ویلي: « په کشمیر کې پر سیلانیانو برید شته ترینګلتیا پراخه کړې او له امله یې دواړو هېوادونو داسې اقدامات کړي چې سیمه او په ځانګړي توګه افغانستان ترې اغېزمن دی. د بېلګې په توګه یې د واګه بندر تړل یادولی شو چې امله یې عملا د افغانستان سوداګریز مالونه ایسار پاتې دي. دغه کار د افغانستان سوداګرۍ سکټور ته د پام وړ زیان اړوي.»

د سیاسي چارو شنونکي وايي، که د دغو دوو اټومي طاقتونو ترمنځ جګړه پیل شي، سویلي اسیا به له ستر کړکېچ سره مخ شي او افغانستان چې له دواړو هېوادونو سره اړیکې او سوداګري لري، هم اغېزمنېدای شي.

د سياسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « که دا جګړه پېښه شي، نو جنوبي آسیا کې به لوی کرکېچ رامنځته شي او افغانستان به یې هم له اغېزو خوندي نه وي؛ ځکه چې موږ له پاکستان سره زیات تجارت لرو، هلته زموږ مهاجرین او خلک دي. همدارنګه له هندوستان سره هم اړیکې او تجارت لرو. بله خبره دا ده چې په سیمه کې به یو جنګي ماحول رامنځته شي او ویلی شو چې دا به لویه ستونزه وي.»

له تېرو څو روځو راهیسې هندي او پاکستاني ځواکونه یو بل ته په مورچو کې ګوته په ماشه ناست دي او د جګړې د پیل لپاره د خپلو مشرانو امر ته انتظار باسي.

که داځل هم د هند او پاکستان ترمنځ جګړه رامنځته شي، دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ درېیمه جګړه وي چې له دې وړاندې دوو نورو جګړو کې پاکستان ماتې منلې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist