Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/23

د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړیکو وزیر وایي، په بلوچستان کې اتیا سلنه خاوره د حکومت له واکه وتلې، خو د پاکستان ټولې رسنۍ پرې سترګې پټوي.

شفیع جان زیاته کړې، د پاکستان رسنۍ یوازې خیبرپښتونخوا ته پام اړولی او شپه‌و ورځ منفي تبلیغات کوي چې ګواکي دغه سیمه ناامنه ده.

هغه یوې خبرې غونډې ته ویلي، د ناامنۍ له امله د بلوچستان۸۰ سلنه سيمې د حکومت او امنيتي ادارو له واکه وتلې دي، خو په رسنيو کې پرې بحث نه کېږي او پر ځای یې تل خيبرپښتونخوا ناامنه ښودل کېږي او د پوځي عملياتو خبرې کېږي.

د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړیکو وزیر زیاته کړې: « زه اوس دا خبره کوم، نو زموږ ټولې رسنۍ پرې خفه کېږي، خو تاسې خبر یاست چې د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د حکومت له واکه وتلې ده. هلته د پاکستان پيپلز ګوند ايالتي حکومت او په مرکز کې د مسلم ليګ(ن) حکومت واکمن دي او ټولې دولتي ادارې په ګډه کار کوي، نو بيا د دې ناکامي د چا ده؟»

د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتواو عامه اړیکو وزیر دغه راز ادعا کړې چې د بلوچستان ۸۰ سلنه سيمې داسې حالت ته رسېدلې دي چې هېڅوک ورته تګ نه شي کولی.

شفیع جان ویلي، که دا د ايالتي او مرکزي حکومت ناکامي وي، بايد هغه ومني او استعفا ورکړي او که نه، نو دا د هغو دولتي ادارو ناکامي ده چې د هغه په وينا، د بلوچستان۸۰ سلنه سيمې يې له لاسه ورکړې دي.

شفیع جان ویلي: « موږ د پوځي عملياتو ملاتړ نه کوو او د تړلو دروازو تر شا شوې پرېکړې نه منو. موږ باور لرو چې د خبرو اترو له لارې مو سترې موخې ترلاسه کړي دي.»

نوموړي په پای کې ویلي چې دا د دوی لپاره د اندېښنې وړ ده چې د بلوچستان د ستونزو په اړه رسنۍ چوپې ساتل شوې دي، خو هڅه کېږي چې خيبرپښتونخوا د ناامنۍ سره برابره وښودل شي.

د چارو څارونکي د خیبرپښتونخوا پر اطلاعاتو او عامه اړېکو وزیر نیوکه کوي او وایي، هغه باید د خیبرپښتونخوا اصلي انځور خلکو ته وړاندې کړي.

د دوی په خبره، هلته هره ورځ بې‌ګناه ولسي خلک وژل کېږي، خو دوی د امن خبره کوي.

د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « دا نا امنۍ خپله د پاکستان حکومت جوړې کړې او په دې بهانه پښتانه وژني. دوی څه د پاسه ۸۰ زره پښتانه وژلي. پاکستان د غرب پروژه ده او د هغوی سیاسي اهداف پلي کوي.»

د پوځي چارو شنونکی جنرال صادق شنیواری وايي: « د بلوچستان اوسنی حالت د پاکستان د ناکامو او غلطو پالیسیو پایله ده. دا ستونزه تاریخي او سیمه ییز عوامل هم لري.»

د خیبرپښتونخوا اطلاعاتو او عامه اړیکو وزیر داسې مهال د بلوچستان روان امنیتي وضعیت په اړه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ تر کنټرول لاندې سیمې له سخت امنیتي کړکیچ سره مخ دي.

هلته هره ورځ د ناامنیو له امله ولسي خلک په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان په نښه کېږي، خو مرکزي حکومت، پوځ او رسنۍ یې په اړه چوپه خوله دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی
افغانستان

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

جولای 23, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان د جنګي جنایت په توګه پر امېد روغتون د پاکستان برید څېړلو غوښتنه کړې

جولای 23, 2026
چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی
افغانستان

چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

جولای 23, 2026
اتریش د افغان کډوالو په اړه د جرمني له پرېکړې هرکلی وکړ
افغانستان

جرمني یوځل بیا له خپلې خاورې د مجرمو افغان وګړو پر شړلو ټینګار کړی

جولای 23, 2026
ایرو ایشیا: چین له یوې پېړۍ وروسته افغانستان سره پوله پرانیزي
افغانستان

ایرو ایشیا: چین له یوې پېړۍ وروسته افغانستان سره پوله پرانیزي

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: د نورستان سېلاب ځپلو سره د مرستې او ژغورنې عملیات پيل شوي
افغانستان

ملګري ملتونه: د نورستان سېلاب ځپلو سره د مرستې او ژغورنې عملیات پيل شوي

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

جولای 23, 2026
د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

جولای 23, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

د بښنې نړیوال سازمان د جنګي جنایت په توګه پر امېد روغتون د پاکستان برید څېړلو غوښتنه کړې

جولای 23, 2026
چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

جولای 23, 2026
اتریش د افغان کډوالو په اړه د جرمني له پرېکړې هرکلی وکړ

جرمني یوځل بیا له خپلې خاورې د مجرمو افغان وګړو پر شړلو ټینګار کړی

جولای 23, 2026
ایرو ایشیا: چین له یوې پېړۍ وروسته افغانستان سره پوله پرانیزي

ایرو ایشیا: چین له یوې پېړۍ وروسته افغانستان سره پوله پرانیزي

جولای 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist