Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/18

بلخ کې د امنیتي او ټرافیکي پېښو د مخنيوي په موخه، امنیتي پولیسو او ټرافیکو ته ۶۵ عصري موټرسایکلونه ووشل شول.
مسوولین وايي، د دې موټر سایکلونو له ترلاسه کولو سره به امنیتي ځواکونه او ټرافیک پولیس په اسانۍ سره د پېښو سیمې رسید ګي وکړي او د پېښو ترسره کېدو ګراف به را کم شي.
د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند حافظ محمد عیسی وثیق وايي: « د بلخ ولایت امنیه قوماندانۍ ته د کورنیو چارو وزارت له خوا ۶۵ عرادې نوي موټرسایکلونه وکړل شوي چې نن ورځ د ټرافیکو مدیریت او ۱۲ امنیتي حوزو  ته ووېشل شول. دغه موټرسایکلونه د دې لپاره وېشل شوي چې د پېښو پرمهال ژر رسېدنه وشي، د ټرافیکي پېښو مخنیوی وشي او ښاري نظم برابر شي. له دې وروسته به ۲۴ ساعته ګزمې کېږي او که امنیتي یا ټرافیکي پېښه کېږي، پر وخت به رسېدنه ورته وشي.»

د ټرافیک پولیسو مدیریت هم د موټرسایکلونو وېش په دې ښار کې  د ټرافیکي او جنايي پېښو مخنیوي په برخه کې مهم بولي.
د بلخ امنیه قومندانۍ د ټرافیکو مدیر محمد عوض وثیق وايي: « د کورنیو چارو وزارت له خوا موږ ته ۱۵ عرادې موټرسایکلونه راکړل شوي او دا به د ښار د نظم تنظیمولو لپاره وکارول شي. په دې سره به د پېښو مخنیوی هم کېږي او پېښو ته به پر وخت رسېدنه هم وشي.»

مزار شریف ښاریان هم د دې اقدام هر کلی کوي او باور لري چې د موټر سایکلونو له وېش وروسته به د پېښو برخه کې شته اندېښنې راکمې شي.

د مزار شریف ښار اوسېدونکی محمدآصف وايي: « موټر سایکلونه ښه دي، د موټرو په پرتله د پېښې ځای ته ژر رسېږي. دا ډېر ښه کار وشو چې ټرافیکو ته یې موټرسایکلونه ورکړل.»

د مزارشریف اوسېدونکی جمشید وايي: « هرڅومره چې امنیتي او ټرافیک پولیسو په عصري وسایلو سمبال وي، د ښار امنیت او نظم ورسره ښه کېږي.»

بلخ کې پولیسو ته داسې مهال دا موټرسایکلونه وېشل شوي چې تر دې وړاندې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د یادو شویو پېښو د مخنیوي لپاره همدا ډول موټرسایکلونه وېشل شوي دي.
که څه هم په ګڼ مېشتو سیمو او ښارونو کې دا ډول موټرسایکلونه ګټور تمامېږي، خو سپارښتنه کېږي چې د پېښو مخنیوی د قوانینو په رعایت کېدو سره کېدای شي.

د بلخ امنیه قومندانۍ د ټرافیکو مدیریت د معلوماتو له مخې، تېر کال شاوخوا٢٩٠ ټرافیکي پېښو کې  ١٦٤ کسانو ژوند بایللی او ٢٤٥ نور ټپیان شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي
افغانستان

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي
افغانستان

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

ملګري ملتونه: د میلیونونو کډوالو ورستنېدو بشري مرستو ته اړمن افغانان لا اړمن کړي

جون 18, 2026
موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

جون 17, 2026

وروستي خبرونه

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist