Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بلخ صنعتي پارکونو ته غځېدلو خامو لارو د پخولو چارې پيل شوې

د بلخ صنعتي پارکونو ته غځېدلو خامو لارو د پخولو چارې پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/16

په بلخ ولایت کې د صنتعکارانو یوه له هغو ستونزو چې له امله یې د کارخونو فعالیتونه له خنډ سره مخ دي، د شادیان صنعتي پارک ته غځیدلې خامه لار ده.
تازه د مزارشریف ښاروالۍ له لوري د دې صنعتي پارک د غځېدلې لارې اسفالټ اچونه پیل شوه.

د ښاروالۍ مسوولین وايي، ډاډ ورکوي چې تر دې وروسته به دې ته ورته نورې پروژې هم تر کار لاندې ونیسي.
د مزار ښاروالۍ ویاند مصطفی محمدي وايي: « په ۱۴۰۲ کال کې د لومړي فاز قیراچونې چارې بشپړې شوې او دا دی په ۱۴۰۳ کال کې یې د درېیم فاز قیراچونې چارې پیل شوې او دا مهال یې ۸۵ سلنه چارې مخته تللې دي.»

د دې سړکونو د جوړوونکي قراردادي شرکت مسوول مصطفی ضیایي وايي: « دا پروژه چې ښاروالۍ یې له موږ د کیفیت او ښه تطبیق غوښتنه کړې، پر هماغه معیار روان یو او د کیفیت له اړخه هېوادوالو ته ډاډ ورکوو.»

په همدې حال کې، بلخي صنعتکاران د دې ولایت نورو صنعتي پارکونو ته د غځېدلو لارو رغونه هم اړینه بولي.

صنعتکار غلام سخي قرباني وايي: « موږ د اسلامي امارت له مسوولینو غواړو چې امیرعلي شیرنوایي صنعتي پارک ته لویه غځېدلې لار هم ورغوي. موږ ته دې حکومت ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو په ډاډه زړه پانګونه وکړو.»

صنعت کار محمد اسماعیل ملا زاده وايي: « امیرعلي شیر نوايي پارک ته غځېدلې لاره خو تاسو مشاهده کړه چې د ژمي پرمهال د موټرو تګ راتګ پرې په خورا ستونزو ترسره کېږي. کانالیزاسیون چې په هر صنعتي پارک کې یو مهم اصل دی، خو که چېرې نه وي، نو ګڼې ستونزې را ولاړوي. زموږغوښتنه داده چې دغې برخې ته پام وشي.»

په ورته مهال، د بلخ کانونو او صنایعو ریاست چارواکي هم ډاډ ورکوي چې د صنعتکارانو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.
د بلخ ولایت د کانونو او صنایعو رییس امام الدین ثنایي زاده وايي: « تاسو ته بهتره مالومه ده چې شادیان صنعتي پارک ته غځېدلې لاره باندې کار روان دی چې زیاته برخه سړک، پلونه او ګلدانونه یې جوړ شوي دي. د امیرعلي شیرنوايي پارک ته غځېدلې لارې جوړېدو په اړه مو له مزار ښاروالۍ سره خبرې شوې چې د دوی له خوا ډاډ را کړل شوی. ښايي راتلوونکی کال یې بودیجه کې شامل کړي.»

بلخ ولایت کې امیرعلي شیرنوايي، بلخ باستان او شادیان هغه لوی صنعتي پارکونه دي چې دا مهال په کې شاوخوا ۱ زر ۷۰۰  لویې او کوچنۍ کارخونې فعالیت کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist