Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بلخ او سمنګان زلزله ځپلي د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي

د بلخ او سمنګان زلزله ځپلي د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/04

د دوشنبې په شپه شمالي ولایتونو کې زلزلې سلګونه کورونه تر خاورې لاندې کړل او د معلوماتو له مخې، ګڼو کسانو ته په کې ځاني او مالي زیانونه اوښتي.
دغه مرګونې زلزله چې مرکز یې د سمنګان ولایت د خلم ولسوالي ښودل شوې، د امریکا ځمک پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، درېښتر په کچه ۶.۳ درجې وه.

د خلم ولسوالۍ یو تن زیانمن شوی  اوسېدونکی حبیب الله وايي: « موږ د شپې ویده وو چې ډېره شدیده زلزله وشوه، له کوټې را ووتلم او پر سر مې کاڼي را ولوېدل. د زوی ناوې مې دلته شهیده شوه او ټول کور مې ویجاړ شو، هرڅه له منځه لاړل. له حکومت او خلکو غوښتنه کوم چې هرڅه یې په وس پوره وي، له موږ سره یې دې وکړي؛ ځکه موږ هرڅه له لاسه ورکړي.»

د سیمې اوسېدونکی حمیدالله وايي: « د شپې ۱۲ بجې شاوخوا ډېره سخته زلزله وشوه. کله چې له کور را ووتلم، له ټول کلي چیغې پورته شوې. اوس چې وینم یوازې زموږ له کلي تر ۸۰ کورونه بشپړ ویجاړ شوي. د دې سیمې خلک ډېر بېوزله او غریب دي. د اسلامي امارت له حکومت غوښتنه کوم چې دغو خلکو ته ډېره پاملرنه وکړي. له ولس هم غوښتنه کوم چې خپلې مرستې تر اړمنو او حقدارو خلکو ورسوي. لکه څرنګه چې  کونړ خلکو ته مرستې او چندې ټولې شوې، موږ له ولس او شتمنو کسانو غوښتنه کوو چې د سمنګان خلکو ته هم مرستې ټولې کړي.»

ځايي چارواکي وايي، په ښار او شاوخوا ولایتونو کې زلزلې خلکو ته مرګ ژوبله اړولې، خو په خبره يې د شمشاد سره د خبرو کولو وخت پورې ارقام وروستي او نهايي نه دي.

د سمنګان خلم ولسوال عبدالقادر حامد وايي: « کله چې د شپې په یوه بجه خلم ولسوالۍ کې زلزله وشوه او ویل کېږي چې مرکز یې د تاشقرغان تنګی و، تر اوسه موږ ته رسېدلې شمېرې ښيي چې ۳ تنه شهیدان لرو او ۱۰ تنه هم ټپیان دي چې د ۳ تنو حالت نازک دی. ډېر زیات کورونه ویجاړ شوي او درانه مالي زیانونه اوښتي دي.»

دې زلزلې یوازې سنمګان کې نه بلکې بلخ کې هم خلکو ته مالي او ځاني زیانونه ور اوړولي.
بله خوا، د بلخ ولایت مقام رسنیو دفتر د معلوماتو پر بنسټ، دې ولایت کې هم زلزلې د ١٢ تنو ژوند اخیستی او سلګونه  نور یې ټپیان کړي دي.

د بلخ والي ویاند عطاالله زید وايي: « د دوشنبې شپه شاوخوا یوه بجه د مرکز کابل په ګډون د هېواد په شمالي ولایتونو کې زلزله وشوه چې له امله یې تر اوسه ۱۵۰ تنه ټپیان د عامې روغتیا حوزوي روغتون ته راوړل شوي او دغه راز ځينې ټپیان خصوصي روغتونو ته رسول شوي. همدارنګه د ولایت له بېلابېلو سیمو د شهیدانو راپورنه هم لرو. د مزارشریف د روضې په ګډون ځینې تاریخي اماکنو ته هم زیات رسېدلی. اکثریت تلفات له لوړ پوړو ودانیو څخه د غورځېدو له امله دي. د بلخ والي د عامې روغتیا ریاست، سرې میاشتې او حوادثو ریاستونو ته د تیارسۍ او عاجلو مرستو امر کړی. د مختلفو دولتي ادارو ژغورندویه ټیمونه سیمو ته رسېدلي او د خلکو په ژغورلو او مرستو بوخت دي.»  

شمالي ولایتونو کې دا زلزله داسې مهال شوې چې اګسټ میاشتې په وروستیو کې د هېواد ختیځ کې هم زورورې زلزلې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي وو.

دلته شمالي ولایتونو کې د ژمي راتګ سره خلک یاده برخه کې پر بیړنیو مرستو ټینګار کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist