Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بلخ او جوزجان اوسېدونکي د یادو ولایتونو ترمنځ د سړک دویم لاین جوړیدو غوښتنه کوي

د بلخ او جوزجان اوسېدونکي د یادو ولایتونو ترمنځ د سړک دویم لاین جوړیدو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/11

د مزار شریف ښار کفایت څلورلارې څخه تر نوآباد سیمې غځېدلی سړک د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله خلک شکایت کوي.

هغه سړک چې د بلخ پر پنځو ولسوالیو سربېره جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونه له مرکز مزار شريف ښار سره نښلوي.

د مراز ښاریان وايي، پر دغه لاره د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وي او باید د پراخولو غم یې وخوړل شي.

د دوی په خبره، که څه هم د یاد سړک لپاره په تېر کې بودیجه منظوره شوې وه د جوړولو کار یې لا نه دی پیل شوی.

د بلخ اوسېدونکی ببرک وايي: « په دې لاره ډېر زیات بیروبار دی او خلک له ستونزو سره مخ دي. له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې د دې سړک بل لین هم جوړ کړي.»

د بلخ بل اوسېدونکی سید ایمل وايي: «له دولت غوښتنه کوو چې دا سړک ژر جوړ کړي، له چوک څخه تر کمربند پورې د موټرو ګڼه ګوڼه ډېره زیاته ده.»

د بلخ – جوزجان پر لویه لاره د بلخ ولایت د پنځو ولسوالیو چهاربولک، چمتال، چاهي، دولت آباد او بلخ سربېره د شمال د درېیو ولایتونو جوزجان، سرپل او فاریاب نقلیه وسایط هم تګ راتګ کوي او له امله یې ټرافیکي ګڼه ګوڼه يې هم ډېره شوې ده.

د موټر چلوونکو په خبره، سره له دې چې پر دې لاره ټول موټر چلونکي ډېر احتیاط کوي خو د  سړک تنګوالي له امله د ټرافیکي پېښو او ټکر اندېښنې هم ورسره وي.

د بلخ – جوزجان لویې لارې یو تن موټر چلوونکی وايي: « په هغو ځایونو کې سړکونه جوړ شول چې د زورواکو کورونه او جایدادونه په کې وو خو دغه سړک ته پاملرنه نه ده شوې. دا سړک ډېره زیاته ګڼه ګوڼه لري؛ له دولت غوښتنه کوو دا سړک دوه لینه کړي.»

د لارې یو بل موټر چلوونکی بیا وايي: « د ۴۰ دقیقو لاره ده خو ځینې وختونه تر دوه ساعتونو پورې اوږدېږي. ډېر کله ناروغان زموږ په موټر کې ساه ورکوي. که دا لاره دوه سړکه شي، خلکو ته به اسانتیاوې رامنځته شي.»

د بلخ ځايي چارواکي هم د یادې لارې ستونزې مني خو وايي جدي هڅې پيل شوې چې د لارې رغولو کارونه ژر پیل شي.

 چارواکي ډاډ ورکوي چې د سړک دویم لاین جوړیدو لپاره بودیجه منظوره شوې او ژر به يې کارونه پيل شي.

د مزار شریف ښاروال محمد کاظم طارق وايي: «هو! د قرآن شریف له چوک څخه ډېر زیات بیروبار وي؛ د پنځو دقیقو لاره تر یوه ساعته اوږدېږي. په دې اړه موږ روان کال چمتوالی نیولی او دا سړک به د آزادۍ پروژې تر چوک پورې د ۱۶ سوه مترو په اوږدو کې دا سړک دوه طرفه کړو او بل لین به ورته ورغول شي.»

د بلخ اوسېدونکي داسې مهال د یادې ترانزیټي لارې د دویم لاين جوړېدو غوښتنه کوي، چې دې وروستیو کې د هېواد ګڼو ولایتونو ترمنځ د عمومي لارو د دویم لاين د جوړیدو چارې پیل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist