Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بشر حقونو څار سازمان: امریکا له افغان ښځو سره پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی 

د بشر حقونو څار سازمان: امریکا له افغان ښځو سره پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/08

د بشر حقونو څار نړيوال سازمان په تازه خپور کړي راپور کې ويلي، امريکا له افغان میرمينو سره پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی.

د ياد سازمان د ښځو برخې مسووله  هېدر بار وايي،امريکا له افغانو ښځو سره ژمنه کړې وه،چې حقونه به یې خوندي وي او نه به یې هیروي،خو د يوه کال تیريدو وروسته لاهم افغان ميرمنې له خپلو حقونو محرومې دي او دغه وضعیت راتلونکې ته اندېښمنې کړي دي.

بار زیاته کړې:« امریکایي مشرانو تل په دې ټینګار کړی وه،چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو دفاع کوي او هغوی به هیڅکله هم یوازې نه پريږدي،خو افغان ښځې او نجونې چې ورته د ښې راتلونکې هیلې ورکړل شوې وې، د طالبانو له څه باندې یوې کلنې واکمنۍ سره هغه ټولې مړاوې شوي دي.» 

هېدر بار په هغه سازمان نيوکه کړې،چې په افغانستان کې د امريکا ستراتيژيکو ډپیلوماتیکې او عملياتي پريکړو د ارزولو په موخه جوړ شوی دی. 

هغې نیوکه کړې،چې د یاد سازمان ۱۴تنه غړو څخه چې یوازې دوه تنه یې ښځينه دي،چې هېڅ افغان ته په ‌کې د ګډون حق نه دی ورکړل شوی.

بار زیاتوي:« د امریکا سنا جرګې د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د افغان ښځو لپاره یو کمیسیون جوړ کړ، ترڅو د افغانستان په اړه د  امریکا پریکړې وڅیړي،چې دا کمېسیون باید د امریکا هغه ژمنه عملي کړي،چې د افغان ښځو حقونو برخه کې یې کړې وې. افغانستان کې د ښځو او نجونو اوسني ژوند ته په کتو د امریکا دا ژمنه نه ده عملي شوې. موږ په دې باور یو،چې دا کمېسیون کارنده نه دی او اړتیا ده،ترڅو په دغو کمېسیون کې افغان میرمنې ځای پر ځای شي،ترڅو افغانستان کې د ښځو حقونو ته سمه رسېدنه وکړي.»

افغان ښځینه فعاله ډیوه پتنګ بیا  وايي، د کار او زده کړو حق د ټولو افغان مېرمنو هيلي دي او اسلامي امارات بايد دغو تمو او حقونو ته ژمن پاتې شي.

د بشر حقونو څار سازمان له جوړ شوي کمېسیون غوښتې دي،چې په افغانستان کې د امريکا مسووليتونونه او ژمنې وڅېړي او په دې کار سره خپل موثريت  ډاد من کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist