Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بشر حقونو نړیوال سازمان: کندهار کې د طالبانو له لوري د بشري سرغړونو څېړنه کوو

admin by admin
2021/07/25

د بشر حقونو نړیوال سازمان د آسیا څانګې مشره پاټریشا ګوسمان وايي، داسي راپورونه ورته رسیدلي دي چې وسله‌ والو طالبانو د کندهار ولایت په سپين‌ بولدک ولسوالۍ کې له سلو زیات دولت پلوي کسان وژلي او دوی دغه قضیه څېړي.

ګوسمان زیاته کړه: «د کندهار په سپین بولدک کې موږ ته د خبریالانو او بشر حقونو څارونکو له خوا راپورونه رارسیدلي،چې ګواکې طالبانو هلته سلګونه کسان په دې پلمه وژلي،چې له حکومت سره یې کار کاوه. موږ له امریکا، بریتانیا او په افغان سوله کې له ښکیلو هېوادونو غواړو، چې پر طالبانو فشار راوړي، تر څو له دا ډول وژنو څخه لاس واخلي.»

د شنبې په ورځ د افغانستان د بشر حقونو کمیسیون هم سپین بولدک کې د هدفي وژنو په تړاو راپور خپور کړ او په کې ویل شوي، چې په تیرو ۱۵ ورځو کې ۳۳ تنه هدفي وژل شوي دي، خو طالبانو دغه راپورونه رد کړي دي.

د طالبانو د خبرپاڼه یې یوه برخه :« له څو ورځو راهیسي د حکومت د تبلیغاتي چینلونو او ویاندویانو له لوري داسې اوازې خپرېږي، چې طالبانو د سپین بولدک ولسوالۍ کې د تسلیم شویو کسانو په وژنه او نیونه لاس پورې کړی. موږ دغه ډول څرګندونې ردوو او دا پرته له منفي تبلیغاتو بل څه نه دي.»

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د لاسه وتلو سېمو د بېرته نیولو لپاره د تازه عملیاتو پيلولو خبر ورکوي.

 د یاد وزارت ویاند میروس ستانکزی وايي: «د یوه عمومي او اغېزناک پلان له مخې، په ټول افغانستان کې  د طالبانو پر وړاندې د قوتونو انسجام ترسره شوی او ډېر ژر به تاسو د اغېزناکو عملیاتو پایله وګورئ. د دغو عملیاتو لړۍ پيل تاسو له هرات ولایته هم لېدلی شئ، چې د کرخ ولسوالۍ بېرته د افغان ځواکونو لاسته ولوېده. په ټوله افغانستان کې به په لومړیتوب کې هغه ستراتیژیکې سیمې، بندرونه او ولسوالۍ وي، چې وړاندې طالبانو نیولې وې. ډېر ژر به افغان ځواکونه د یوه منظم پلان له مخې، ټولې هغه سېمې چې د طالبانو لاسته لوېدلې وې، بېرته ترلاسه کړي.»

اخوا، روانې جګړې بیا د ولسي جرګې غړي هم اندېښمن کړي او له دواړو خواوو د اوربند غوښتنه کوي.

طالبان ادعا کوي چي ۲۰۰ ولسوالۍ تر خپلي ولکې لاندي لري او تازه یې د کونړ ناړی ولسوالۍ هم نیولې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist