Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بشري حقونو مدافعانو ټولنې ایران کې له افغانانو سره د ناوړه چلن په اړه اندېښنه ښودلې

د بشري حقونو مدافعانو ټولنې ایران کې له افغانانو سره د ناوړه چلن په اړه اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/28

 په ايران کې د افغانانو او ايرانيانو ترمنځ له فزيکي شخړې وروسته، دغلته د افغانانو پر وړاندې د عامو ايرانيانو او حکومت چلن سخت شوی.

په دې اړه خپاره شویو راپورونو کې ادعا شوې، چې د چنګاښ پر ۲۹مه د يادې شخړې په نتيجه کې يو ايرانی وژل شوی او له همدې کبله د تهران په ګډون د ايران په ګڼو ښارونو کې د افغانانو پر وړاندې حساسيت زيات شوی دی.

په خواله رسنيو کې له افغانانو سره د ايرانيانو ناوړه چلن ته په خپرو شوو منسوبو وېډيوګانو کې ښکاري، چې پر وهلو او ټکولو سربېره ان ځېنې افغانان د ايران په عامو واټونو کې ځړول شوي.

د بشري حقونو مدافعانو نړیواله ټولنې دغلته له افغانانو سره د روان ناوړه چلن په اړه اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده، چې د ايرانيانو په وروستيو برېدونو کې افغانان زيانمن شوي دي.

یادې ټولنې زیاته کړې:« له نړیوالو غواړو، چي ژر تر ژر دې په ایران کې پر افغان کډوالو د بشري حقونو ضد محدودیتونو لرې کولو لپاره مداخله وکړي.»

دې مسالې ته په اشارې د ایران بهرنیو چارو وزارت چارواکو ويلي، د کډوالۍ مساله له کډوالو سره پر ضدیت، په پولو کې د دېوالونو پر جوړولو او غیرانساني اقداماتو نه شي حل کېدی.

د ايران بهرنيو چارو وزارت مرستيال سید رسول موسوي وايي:« کډوالي یوه نړیواله ستونزه ده. حکومتونه نه دي توانېدلي، چې د دېوالونو په جوړولو، د کډوالۍ پر ضد په سختو پالیسیو او له کډوالو سره د غیرانساني سلوک په وسیله دا ستونزه حل کړي.»

د سیاسي چارو شنونکي هم د افغان کډوالو پر وړاندې په ايران کې روان ناوړه چلن د اندېښنې وړ ګڼي او زياتوي، چې د چنګاښ له ۲۹مې وروسته د ټولو افغانانو پر وړاندې حساسيت زيات شوی او دوی نه شي کولی ډاډه تګ راتګ وکړي.

په ايران کې د افغان وګړو د خونديتوب په تړاو مو  د بهرنيو چارو وزارت وپوښت، خو مسوولانو يې له مکررو اړيکو سره سره ځواب را نه کړ.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مسوولان بيا وايي، په دې تړاو د افغانستان او ايراني چارواکو ترمنځ خبرې شوي او مدعي دي، چې ستونزه په نسبي توګه هواره شوې.

په ايران کې مېشت افغانان وخت ناوخت له سختو حالاتو سره مخ کېږي او ان ايراني پوليسو يو شمېر هغه افغانان، چې په قاچاقي لارو له دې هېواده تېرېدل، پر ډزو هم وژلي دی.ش

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist