Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان پوځي رژیم یوځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض او عام وګړي بمبار کړل

د بشري حقونو سازمان: د پاکستان بریدونو کې نږدې ۱۲۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/28

پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم د تېري په تړاو د نویو ارزونو تازه موندنې خپرې شوې دي.

دا ځل د «روا داري» په نوم د بشري حقونو برخه کې فعالې ادارې پر افغان خاوره او ملکیانو د ترسره شویو بریدونو پایلې او له کبله یې رامنځته شوي زیانونه ارزولي.

دغې څېړنه چې د تېر ۲۰۲۴زېږدیز کال د ډسمبر له لومړۍ د روان ۲۰۲۶ کال د جون تر وروستۍ نېټې پورې پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه څېړلي، ښيي چې په دغو بریدونو کې نږدې ۱ زره ۲۰۰ ملکي افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د دغو بریدونو له امله شاوخوا ۲۹زره کورنۍ بېځایه شوې او له عبادت ځایونو سربېره یې ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو ته جدي زیانونه اړولي.

روا داري په خپل راپور کې زیاته کړې: « په دې اړه د څېړنو موندنې ښيي چې په دې موده کې د پاکستان پوځ پر خوست، پکتیا، پکتیکا، نورستان، ننګرهار، کندهار، هلمند او کابل ولایتونو ګڼ بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۱۱۸۷ تنه عامو افغانانو ته مرګ‌ژوبله اووښتې. همدارنګه، څه باندې ۲۹زره کورنۍ بېځایه شوې او سلګونه کورونه، روغتیايي مرکزونه، ښوونځي، جوماتونه او عامه تاسیسات په بشپړ او قسمي ډول ویجاړ شوي دي.»

د دې څېړنې له مخې، د تېرې مارچ په ۱۶مه په کابل کې د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز برید چې په کې نږدې څلور سوه تنه عام افغانان شهیدان او کابو ۲۰۰ تنه نور ټپیان شول؛ تر ټولو بوږنوونکې پېښه یاده شوې او وايي، دا برید د بشر نړیوالو اصولو خلاف جنګي جنایت بلل کېدای شي.

موندنې ښيي چې دغو بریدونو نه یوازې دا چې په فزیکي ډول پراخې قربانۍ اخستې بلکې ترڅنګ یې په زیانمنو شویو سیمو کې د خلکو رواني امنیت ګډوډ کړی او ژورې ټولنیزې او اقتصادي منفي اغېزې یې پرځای پرې اېښې دي.

روا داري زیاته کړې: « شواهد ښيي چې د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو اغېزې یوازې تر انساني تلفاتو او مادي زیانونو محدودې پاتې نه دي بلکې پر قربانیانو، د هغوی پر کورنیو او ټولنو یې پراخ رواني، ټولنیز او اقتصادي اغېزې ښندلي.»

تر دې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان هم د پاکستان د بریدونو په تړاو راپور کې د ترسره شوي جنګي او بشري جنایت په اړه د څېړنو غوښتنه کړې وه.

دې سازمان په ملکي سیمو، روغتونونو او عامه استوګنیزو کورونو ترسره شوي بریدونه د نړیوالو بشري قوانینو خلاف عمل بللی و او د پاکستان هغه ادعاوې یې رد کړې دي چې کواګي په امید روغتون برید کې یې د وسلو او مهماتو مرکز په نښه کړی.

شنونکي هم د پاکستان د تېرو بریدونو په تړاو د ښکېلو نړیوالو ادارو او سازمانونو د پلټنې او بې پرې څېړنو غوښتنه کوي.

د حقوقي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « په هېڅ قانون کې داسې څه نه شته لکه دوی یې چې ترسره کوي، دا وحشت دی، بربادي او ظلم دی. نه نړیوال قوانین او نه هم اسلامي قوانین دا ډول بریدونو ته اجازه ورکوي.»        

دا داسې مهال ده چې پاکستان همدا تېره میاشت د جون په ۲۹مه د پکتیا په څمکنیو او د کونړ او خوست پر ځینو برخو بریدونو کې نږدې ۲۴ تنه عام افغانان شهیدان او ۱۶۳ تنه نور ټيپان کړل چې په کور دننه او بهر سخت وغندل شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

اوچا تېرکال له ۲.۸ میلیونو افغانانو سره مرستې کړې
افغانستان

ملګري ملتونه: د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د تغذیې پروګرام له خطر سره مخ دی

جولای 28, 2026
د جرمني له پنځو سرتېرو کابل هوايي ډګر څخه د غلا په تور څېړنې کېږي
افغانستان

د جرمني له پنځو سرتېرو کابل هوايي ډګر څخه د غلا په تور څېړنې کېږي

جولای 28, 2026
افغانستان او اوزبېکستان پنځه میلیارد ډالرو ته د کلنۍ سوداګرۍ لوړولو هڅه کوي
افغانستان

افغانستان او اوزبېکستان پنځه میلیارد ډالرو ته د کلنۍ سوداګرۍ لوړولو هڅه کوي

جولای 28, 2026
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي
افغانستان

مجاهد اسلام اباد ته؛ پرافغانستان تورونه مه لګوئ

جولای 26, 2026
کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول
افغانستان

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

جولای 23, 2026
کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی
افغانستان

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
د پاکستان پوځي رژیم یوځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض او عام وګړي بمبار کړل

د بشري حقونو سازمان: د پاکستان بریدونو کې نږدې ۱۲۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جولای 28, 2026
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني

جولای 28, 2026
اوچا تېرکال له ۲.۸ میلیونو افغانانو سره مرستې کړې

ملګري ملتونه: د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د تغذیې پروګرام له خطر سره مخ دی

جولای 28, 2026
د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

جولای 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist