Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بشرحقونو شورا اسلامي امارت د بشري حقونو پر نقض تورن کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/14

د ملګرو ملتونو بشر حقونو شورا یو ځل بیا د بشري حقونو او ښځو وضعیت په تړاو راپور خپور کړی دی،چې په کې پر اسلامي ‌امارت  نیوکې شوي،چې لاهم  بشري حقونو ته درناوی نه  کوي.

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا اندیښنه څرګنده کړې ده،چې اسلامي امارت پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی اودلته لاهم د بشر حقونه نقض کیږي.

د بشرحقونو شورا د راپور یوه برخه:« په خواشینۍ سره، لږ یا هیڅ داسې نښه شتون نه لري،چې د بشري حقونو وضعیت کې به کوم بدلون راغلی وي. په حقیقت کې، د تاوتریخوالي ورځني راپورونه دا ښيي،چې بې له محکمې وژنې، ورکیدل، په خپل سر توقیف، شکنجه، د ښځو،نجونو او ماشومانو پر وړاندې خطرونه او اجباري ودونه زیات شوي دي. دا هر څه دا ثابتوي،چې طالبان د بشري حقونو د درناوي په برخه کې د  خپلو ژمنو د عملي کولو کوم نیت نه لري.» 

دبشرحقونود راپور په یوه برخه کې له اسلامي امارت غوښتل شوي دي،چې ژر تر ژره دې د نجونو ښوونځي پرانیزي او بشري حقونو ته دې درناوی وکړي.

د راپور یوه برخه:« تر څو چې طالبان د بشر حقونو د درناوي په برخه کې د پام وړ ګامونه وانخلي او په سم لاسي توګه د نجونو منځني ښوونځي  پرا نیزي،چې نجونې وکولای شي زده کړو ته لاسرسي و مومي، باید دوی د رسمیت پیژندلو په لاره کې نه وي.» 

په راپور کې له اسلامي امارت غوښتل شوي،چې د ښځو پر وړاندې دې له هر ډول تاوتریخوالي لاس واخلي او په ټولو سیاسي او ټولنیزو برخو کې دې ورته د ګډون اجازه ورکړل شي.

د راپور یوه برخه:« په سمدستي توګه دې د نجونو لپاره ټول منځني ښوونځي پرانېستل شي او زده کړو ته دې د هغوی د لاسرسي اجازه ورکړل شي. د ښځو په خوځښت، لباس، کار او سیاسي ګډون باندې لګول شوي محدودیتونه دې لرې کړل شي او د دوی پر وړاندې دې د تاوتریخوالي ټولې کړنې سمدستي ودرول شي.» 

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا  دغه راپور له حقیقت لیرې نه ګڼي او زیاتوي،چې اسلامي امارت  له نړیوالو سره یو لړ کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

ځینې نور بیا په دې باور دي،که د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې بندې پاتې شي،افغانستان به نور هم منزوي او نړیواله ټولنه به له افغانانو او حکومت سره مرستې او اړیکې محدودې کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« دا ښکاره خبره ده،چې د نجونو ښوونځیو بند ساتل یا نجونې ښوونځيو ته نه پرېښودل، دا د افغانستان راتلونکی نسل بې تعلیمه کوي،چې له دې سره به افغانستان نړۍ کې سیال هېواد به نه وي او وروسته پاتې هېواد به وي. همدا راز هغه نړیوال بنسټونه او نړیوالې ادارې،چې د بشر حقونو ته ژمنې دي، ښوونځیو ته ژمنې دي،دوی به خپلې مرستې له افغانستان سره نه کوي  او نړیوال به افغانستان پر رسمیت نه پېژني، ځکه دلته د بشرحقوق، دنجونو تعلیم تر پښو لاندې شوی دی.» 

خو د افغانستان اسلامي‌امارت مرستیال ویاند بلال کریمي بیا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا دغه راپور د بې اساسه مالوماتو پر اساس جوړ شوی بولي او رد کړی یې دی.

د ملګروملتونو بشرحقونو شورا په داسې حال کې خپلې اندیښنې څرګندوي،چې د اسلامي امارت د راتګ یو کال پوره شو،خو د نجونو ښوونځي نه دي پرانېستل شوي، په ټولو دولتي ادارو کې ښځو ته د کار اجازه نه شته، ګڼ شمیر ښځې له دندو ګوښه شوي او له نا مالوم برخلیک سره مخ دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist