Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د برېښنا پرې کېدو له امله، د بلخ صنعتکاران او ښاریان له ستونزو سره مخ شوي

د برېښنا پرې کېدو له امله، د بلخ صنعتکاران او ښاریان له ستونزو سره مخ شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/01

برېښنا د ژوند هغه مهمه اړتیا ده چې نه شتوالی یې نه یوازې ورځنی ژوند ټکنی کوي بلکې د صنعت او اقتصاد د پرمختګ بهیر هم له ځنډ او خنډ سره مخ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې ورځې راهیسې په بلخ، هرات، سمنګان، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې له ترکمنستان څخه واردېدونکې برېښنا د تخنیکي ستونزې له امله پرې شوې او ورسره زرګونه کورنۍ او صنعتي فعالیتونه له ستونزو سره مخ شوي دي.

د بلخ صنعتکاران وایي، د برېښنا پرې کېدو د دوی د تولید بهیر ټکنی کړی او د کارخونو فعالیتونه یې له خنډ سره مخ کړي.

 دوی له مسوولینو غواړي چې د دې ستونزې د لنډمهاله حل ترڅنګ، د برېښنا د دوامدار تأمین لپاره اساسي او دایمي لارې چارې ولټوي.

صنعت کار محمد یوسف شهباز وايي: « حکومت باید د انرژۍ چمتو کولو په تړاو پېش بین اوسي او دغه راز کڅه وکړي چې له وارداتي برېښنا څخه خلک خلاص او بدیل یې پیدا کړي.»

صنعت کار عبدالرشید احمدزی وايي: « باید جدي کار وشي چې د برېښنا له پلوه پرځان بسیا شو او خپله برېښنا ولرو. د برېښنا له پرې کېدو سره بېکاري زیاتېږي، تولید کمېږي او صنعتکارو ته زیان رسيږي.»

دا چې برېښنا د ننني ژوند له بنسټیزو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي، خو له تېرې ورځې راهیسې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د برېښنا پرې کېدو، د خلکو ورځنی ژوند له ګڼو ننګونو سره مخ کړی دی.

مزارشریف ښاریان وایي، له یوې خوا د اوړي سخته ګرمي او له بلې خوا د برېښنا نه شتوالي د دوی ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي. دوی له مسوولینو غواړي چې د برېښنا د بېرته نښلولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي، ترڅو د خلکو ورځنی ژوند بېرته عادي حالت ته را وګرځي.

د مزار شریف ښار اوسېدونکی ابراهیم وايي: « باید د برېښنا ستونزه ژر ترژره حل کړي، خلک ستونزې لري.»

د مزار شریف ښار اوسېدونکی احسان الله وايي: « موږ اوبه نه لرو او له برېښنا پرته اوبه هم نه لرو. حکومت باید ژر تر ژره د برېښنا ستونزه حل کړي.»

په همدې حال د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین مني چې له تېرې ورځې راهیسې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا د هغه هېواد په خاوره کې د تخنیکي ستونزې له امله پرې شوې، خو دوی ډاډ ورکوي چې یاده ستونزه به ژرحل او برېښنا به عادي حالت ته را وګرځي.

د افغانستان برېښنا عمومي شرکت ویاند، قاري محمد صادق حقپرست وايي: « د ترکمنستان وارداتي برېښنا د تخنکي ستونزې له امله پرې شوې او  د یو شمېر ولایتونو برېښنا اغېزمنه شوې. د ستونزې د ژر تر ژره حل او ژر نښلولو په موخه له ترکمني چاوراکو سره د همغږۍ هڅې ادامه لري. برېښنا شرکت د اوزبېکستان له چارواکو سره هم د بدیلې برېښنا په توګه خبرې کړې، ترڅو اړوند ولایتونو ته برېښنا ورکړل شي.»

که څه هم د برېښنا پرچاوي او پرې کېدل د هېوادوالو لپاره نوې خبره نه ده، خو کارپوهان ټینګار کوي چې د برېښنا د ستونزې د تلپاتې حل لپاره باید پر وارداتي برېښنا د تکیې پر ځای، په کور دننه د بندونو جوړولو او د برېښنا د تولید ظرفیت لوړولو ته جدي پاملرنه وشي.

د دوی په باور، د هېواد د برېښنايي اړتیاوو پوره کول به نه یوازې افغانستان د ګاونډیو له برېښنايي احتیاجه خلاص کړي بلکې د اقتصادي او صنعتي پرمختګ لپاره به هم پیاوړی بنسټ برابر کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې پر راستنو شویو کډوالو غنم وېشل شوی، خو هغوی د سرپناه غوښتنه کوي
افغانستان

هلمند کې پر راستنو شویو کډوالو غنم وېشل شوی، خو هغوی د سرپناه غوښتنه کوي

سپتمبر 1, 2026
افغانستان او ترکیې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی
افغانستان

افغانستان او ترکیې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

سپتمبر 1, 2026
ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو
افغانستان

ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو

سپتمبر 1, 2026
سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم
افغانستان

سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم

سپتمبر 1, 2026
د کانګرېس غړي: له افغانستانه د ځواکونو ایستل د امریکا په تاریخ کې شرموونکې پېښه وه
افغانستان

د امریکا پوځي حضور پای ته رسېدو پنمځه کالیزه؛ اسلامي امارت یې بريمنه ورځ ګڼي

سپتمبر 1, 2026
د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي

اگست 31, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې پر راستنو شویو کډوالو غنم وېشل شوی، خو هغوی د سرپناه غوښتنه کوي

هلمند کې پر راستنو شویو کډوالو غنم وېشل شوی، خو هغوی د سرپناه غوښتنه کوي

سپتمبر 1, 2026
د برېښنا پرې کېدو له امله، د بلخ صنعتکاران او ښاریان له ستونزو سره مخ شوي

د برېښنا پرې کېدو له امله، د بلخ صنعتکاران او ښاریان له ستونزو سره مخ شوي

سپتمبر 1, 2026
افغانستان او ترکیې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

افغانستان او ترکیې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

سپتمبر 1, 2026
ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو

ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو

سپتمبر 1, 2026
سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم

سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم

سپتمبر 1, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist