Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ا.ا.ا پر مشرانو د ملګرو ملتونو بندیزونو پرېکړه دوشنبې ته وځنډیدله

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/21

ټاکل شوې وه،چې د زمري په ۲۸ نيټه د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ا.ا.ا  د هغو ۱۳ تنو مشرانو په اړه وروستې پريکړه وکړي،چې د سفر مافيعت موده یې پاېته رسیدلې ده.

ټي.ار.ټي نړيوال تلویزون،د ملګروملتو نو امنيت شورا د ډيپلوماټانو له قوله ليکلي،چې چین او روسیه هغه هېوادونه ول، چې د وړمې ورځې په ناسته کې یې غوښتنه لرله، چې پر طالب مشرانو دې د سفر معافيت بیا تمديد شي،خو امريکا او نورو لويدځو هېوادونو د سفر پر بنديز ټنګار درلود. 

د  ملګروملتونو ډپيلوماټان:« د ملګرو ملتونو د امينت شورا په دې کې پاتې راغله،چې د ۱۳ طالب چارواکو د سفر بنديزونه تمديد کړي. د جمعې ورځې په ناسته کې روسې او چين غوښتل،چې ټولو طالب چارواکو ته د سفر اجازه بیا ورکړل شي، په داسې حال کې،چې امريکا او لويديځو هېوادونو د سفر د بنديزونو غوښتنه کوله.» 

د ملګرو ملتونو ډپیلوماټان  وايي، د هېوادونو د استازو ترمنځ همدغه اختلاف د دې لامل شوو،چې ياده ناسته بې نتيجې پاې ته ورسيږي او ټاکل شوې ده،چې په همدې اړه وروستۍ او نهايي پريکړه راتلونکې دوشنبه وشي.

د ملګروملتونو ډپيلوماټان وايي:« د طالب چارواکو د سفرد بنديزونو په اړه به وروستۍ پریکړه راتلونکې دوشنبې ورځ کيږي او امکان لري،چې په ټولو دريارلسو طالب چارواکو د سفر بنديزونه بیا ولګول شي.» 

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي،که د اسلامي امارت پر مشرانو د سفر بنديزونه ولګول شي،نو اسلامي امارت له د نړيوالو سره له اړيکو او سياسي پرمختګ پاتې کيږي.

دوی په دې باور دي،چې  د ښځو حقونو ته نه درناوی او د ښوونځيو نه پرانېستل هغه لاملونه دي،چې ښايي  د اسلامي امارت مشران بیا  د سفر له بنديز سره مخ کړي.

د سیاسي چارو شنونکی بلال فاطمي وايي:« اغلب ګمان دادی،چې بندِزونه به تمدید شي او بنديزونه به زيات هم کړل شي،په ټولو مشرانو باندې ځکه،د هغوې شرط دادی،چې د ښځو حقوق او د ښوونځي نه وي خوشې کړل شوي، د اسلامي امارات پر مشرانو بنديز بايد ولګول شي او دا د نړۍ د ډېری  هېوادونو  غوښتنه ده، چې دا بنديز دې نه یوازې تر دوحې پورې هم نه ورکول کيږي،بلکې دادې مطلقاً بند شي. دوی ته دې دا نه تمديږي،ځکه دوې له  نړۍ سره خبرې په هغه توګه نه کوي،چې څه ډول ورته اړتیا ده.» 

ځینې نور بیا غوښتنه کوي،چې اسلامي امارت دې د سياسي پرمختګ لپاره د نړيوالو مشروع غوښتنې ومني او ټول هغه نړيوال قوانين دې عملي کړي،چې د نړۍ له هېوادونو سره د اړيکو په پرمختګ کې د پام وړ دي. 

د سیاسي چارو شنونکی  مطيع الله خروټی وايي:« اسلامي امارت هم که همدغه اصل نه پیروي وکړي او خپلو داخلي قوانيونوپه څنګ کې د نورو اسلامي هېوادونو غوندې د بین المللي قوانيونو هم مطابعت وکړي، زه فکر کوم،دغه بنديزونه به ډېر ژر حل شي او افغانستان به هم پر رسميت وپیژندل شي.»

‌ ‌د ويلو ده،چې په دوحه کې د اسلامي امارت او امريکا ترمنځ د سولې مذاکراتو د پیل په موخه ۱۳ طالب مشرانو ته د سفر کولو اجازه ورکول شوې وه،چې هر ځل د درې او شپږو مياشتو لپاره ياده اجازه تمدید شوې وه.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist