Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ا.ا.ا مشرتابه: د امریکا متحده ایالتو په ګډون له ټولې نړۍ  سره متقابل  تعامل غواړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/07

د افغانستان اسلامي امارت امیر امیرالمومنین شیخ هبت الله اخوندزاده د چهارشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د چنګاښ د ۱۵ مه» اختریز پیغام خپور کړی،چې نړیوالو سره پکې په ښو اړیکو او تعامل ټینګار شوی دی.

په دغه  پیغام کې د علماوو غونډې ته د نوموړي د وینا پرتله نرمښت لیدل کیږي.

شیخ هیبت الله اخوندزاد ه:« موږ د امریکامتحده ایالتو په ګډون له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې او پیاوړې ډیپلوماټیکې، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړو او دا   ټولو جهتونو په خیر بولو.»

دغه راز په پیغام کې ډاډ ورکړل شوی دی،چې افغان خاوره به  د هېچ چا پر ضد نه کاریږي.

شیخ هیبت الله اخوندزاده:« موږ ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته پوره ډاډ ورکوو، چې افغانستان به هیچا ته اجازه ورنه کړي، چې زموږ له خاورې په استفادې د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ پیښ کړي.  همدا له نورو هېوادونو څخه هم غواړو،چې زموږ په داخلي چارو کې هیڅ ډول مداخله ونه کړي.» 

د اسلامي امارت مشرتابه پیغام کې ویل شوي،چې دوستي او دوښمني یې د اسلامي اصولو په بناء ده، چا سره ذاتي دښمني نه غواړي او غیږه یې د هېوادوالو پر مخ خلاصه ده.

شیخ هبت الله اخوندزاده:«دا چې له بهره افغانان د بېرته راتګ په حال کې دي، نو د تماس کمېسیون ته لارښوونه کوم،هغه افغانان چې هېواد ته راځي، له هغوی سره ټولې شوې ژمنې پوره کړي، د هغوی سر، مال او عزت ته څوک زیان درنه ونه رسوي.» 

شیخ هیبت الله اخوندزاده  ویلي، سږ کال لوی اختر په داسې حالت کې لمانځي،چې شل کاله وروسته یې ټول هېواد په خپل کنټرول کې دی او  ټول ولس د امن، ارام او ورورولۍ په فضاء کې ژوند کوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist