Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهرنیو چارو وزارت: د افغان کډوالو ځورول د اسلام ‌اباد له خوا پر کابل د فشار راوړلوهڅه ده

د ایګلنډ څرګندونو ته د اسحاق ډار غبرګون؛ له پاکستانه یوازې غیرقانوني افغان کډوال وباسو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/21

د افغانستان لپاره د ناروې کډوالو شورا رئیس یان ایګلنډ چې د یکشنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د مرغومي پر ۳۰ مه) افغانستان ته راغلی، له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له پاکستان د راستنو شویو افغان کډوالو پر وضعیت یې ژوره اندېښنه وښوده او وویل، پاکستان له دې هېواده د افغان کډوالو پر زور ایستلو او ځورولو ته ادامه ورکوي او نړیوالو هم دغه بحران له پامه غورځولی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د نوموړي دې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، که له جګړې وروسته نړیوالو افغانستان یوازې نه وای پرېښی، اوس به افغانانو ټولنیز او اقتصادي حالت ښه و.

هغه زیاته کړې، پاکستان ۴۰ کاله د ۴ میلیونه افغان کډوالو کوربه و، خو کومې ژمنې چې غربي هېوادونو د افغان کډوالو د انتقال په اړه کړې وې، عملي نه شوې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزير په دې  اړه وايي:« موږ ۴۰ کاله څه باندې ۴ میلیونه افغان کډوالو مېلمه ‌پالنه کړې ده. د ملګرو ملتونو له خوا له افغانستان سره بشري مرستې خورا لږې دي. تېر کال یې د ځانګړې شوې بودیجې له برخې یوازې ۳۷.۵ سلنه چمتو کړې وه.»

موده وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي و چې له خپلې خاورې به ټول قانوني او غیرقانوني کډوال وباسي.

د نړیوالو اړیکو شنونکي وایي، پاکستان هڅه کوي د خپلو سیاسي موخو لپاره له افغان کډوالو د فشار په توګه ګټه پورته کړي.

د نړیوالو چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « افغانستان او نړیوال شاهدان دي چې د پاکستان هېواد له جوړېدو راهیسې د افغانستان پر وړاندې خصمانه پالیسي کارولې ده او هېڅکله یې د ستونزو او کړکېچونو د هوارولو لپاره له دېپلوماسۍ او سیاست کار نه دی اخیستی، پر خپلو ژمنو نه دی درېدلی او تل یې هغه افغان کډوالو د فشار د وسیلې په توګه کارولي چې دوی یې د کوربه توب په بهانه له ملګرو ملتونو میلیاردونه ډالر ترلاسه کړي. که څه هم افغان کډوال په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوي، خو دغه مرستې هېڅلکه د افغان کډوالو لاس ته نه دي ورغلې. پاکستان په تېرو دوو کالو کې پر افغان مهاجرانو زیات فشارونه راوړي او غواړي له دې ستونزې د فشار د یوې سیاسي وسیلې په توګه کار واخلي.»

د سیاسي چارو شنونکي وايي،  پاکستان تل د افغان کډوالو په نوم میلیونونه ډالر اخیستي، خو بیا یې هم د افغان حکومتونو پر وړاندې د فشار په توګه کارولي دي.

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « پر مهاجرینو او پاکستان ته د درملنې لپاره ورغلیو کسانو د فشار زیاتولو اصلي موخه دا ده چې د پاکستان حکومت غواړي د افغانستان په اوسني حکومت سیستماتیک فشار وارد کړي. زه هیله لرم د بشري حقونو بنسټونه او د کډوالو ملاتړې ادارې پاکستان ته وریاده کړو چې د کډوالۍ نړیوالو کنوانسیونونو ته ژمن پاتې شي. له بلې خوا، که غواړي له افغانستان سره تعامل ولري، دغه تعامل باید د دواړو خواوو د ملي ګټو خوندي کېدو پر محور وي.»

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په تېر کې د دې هېواد پولیسو له خوا ګڼ شمېر افغان کډوال نیول شوي او بیا پر زور افغانستان ته اړول شوي یاهم بندخونو ته اچول شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist