Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایرواني ادعا؛ له سوریې بهرني وسله وال افغانستان ته لېږدول کېږي

د ایرواني ادعا؛ له سوریې بهرني وسله وال افغانستان ته لېږدول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/23

افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د حضور په تړاو د ملګرو ملتونو او د چین او پاکستان استازو د ادعاوو یوه ورځ وروسته، تازه د ایران استازي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کې ورته څرګندونې کړي.

دغه غونډه چې د منځني ختیځ د امنیت په تړاو بلل شوې وه، ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیرسعید ایرواني ادعا کړې چې کواګې ځینې ترهګریز عناصر او بهرني جنګیالي د سوریې له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

ایرواني په دې اړه اندېښنه ښودلې او سربېره پر دې دغه مساله یې د ګاونډیو او د سیمې هېوادونو لپاره ګواښ ګڼلې په دې برخه کې یې پر ګډې جدي مبارزې ټینګار کړی.

هغه زیاته کړې:« موږ په جدي ډول له هغو کره راپورونو په اندېښنه کې یو چې ښيي ځینې ترهګریز عناصر او بهرني ترورستي جنګیالي له سوریې افغانستان ته لېږدول کیږي. هغه مساله چې په مستقیم ډول د افغانستان ګاونډیو او د سیمې ټیکاو ته ګواښ ګڼل کیږي. پر دې ټینګار کوو چې ټول هېوادونه باید په بشپړ ډول له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په هر ډول او بڼه له نړۍوالو قوانینو سره موافق عمل وکړي.»

اسلامي امارت د بهرنیو خپلسریو جنګیالیو د حضور په تړاو د یاد ایراني چارواکي ادعاوې رد کړي او دغه څه یې په لوی لاس د افغانستان د بې ثباته ښودلو هڅه بللې.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت په دې اړه غبرګون کې ویلي، د ورته ادعاوو د اثبات لپاره له کره شواهد او مدارکو پرته تورونه د اندېښنو له زېږدولو پرته هېڅ لوري ته ګټه نه رسوي.

هغه زیاته کړې:« د امنیت په شورا کې د ځینو هېوادونو هغه تشویشونه بې ځایه دي چې وايي په افغانستان کې د نورو هېوادونو خپلسرې ډلې شتون لري. په داسې حال کې چې موږ دغه ادعاوې ردوو، له هغو ټولو جهتونو چې په دې اړوند تشویش اچوي، غوښتنه کوو چې بې دلیله دې د افغانستان د بې ثباته ښودلو کوښښ نه کوي. داسې هېڅ شواهد شتون نه لري چې ورته ادعاوې ثابتې کړي.»

بل پلو د سیاسي چارو کارپوهان د ایران له ګاوڼډ سوریې افغانستان ته د جنګیالیو راتګ او د انتقال ادعا پخپله د تعجب وړ مساله ګڼي.

دوی داعش بهرنۍ پدیده ګڼي چې په عراق او سوریې کې راټول شوې چې افغانستان پورې اړه نه بلکې افغانان یې پخپله قربانیان دي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پيګیر وايي:« که چیرې له کوم هېواد ترهګر افغانستان ته دننه کېږي، لکه څنګه چې دوی وايي، نو طبیعي ده چې یو هېواد به ورسره مرسته کوي. ایرانیان باید پوه شي چې دوی له سوریې سره پوله لري، نه افغانستان. »   

د سیاسي چارو شنونکی شیر حسن حسن وايي:« لکه څرنګه چې له نوم یې مالومېږي چې دولت اسلامي عراق او سوریه، عراق او شام، د دوی بنسټ هملته اېښودل شوی او افغانستان ته دغه فکر له هماغه ځایه راغلی دی.»  

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د اسلامي امارت په بار بار په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو حضور او له دې ځایه ګاونډ، سیمې او نړۍ ته د ګواښ پېښولو اندېښنې بېځایه بللي او ډاډ یې ورکړی چې نه پرېږدي افغان خاوره د نورو پر وړاندې د منفي اهدافو لپاره وکارول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist