Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران ولسمشر کابل ته په سفر راځي

د ایران ولسمشر کابل ته په سفر راځي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/28

د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته د دې هېواد د ولسمشر مسعود پزشکیان د احتمالي سفر خبر ورکړی.

پزشکیان تېره ورځ د ایران بهرنیو چارو وزارت اړونده ادارو له رییسانو او مدیرانو سره په لیدنه کې د دې سفر د چمتووالي ترڅنګ ویلي، ایران له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو ټنیګښت او پراخوالي ته لومړیتوب ورکوي.

د نوموړي له قوله په دې اړه یوه اعلامیه کې د سفر اصلي موخه د افغانستان او ایران ترمنځ په سیاسي او ډېپلوماټیکو اړیکو کې د نوي باب پرانیستل ګڼل شوي.

پزشکیان ویلي: « افغانستان زموږ نږدې ګاونډی او افغانان مو د یوې وینې او ژبې ګډ وروڼه او خویندې دي، موږ ګډ تاریخ، ګډ باور او فرهنګ لرو. زه په جدي ډول له افغانستان سره د اړیکو د پراخېدو ملاتړی یم او د اړینو او مناسبو ترتیباتو له رامنځته کېدو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې د نوي باب پرانیستلو په موخه دې هېواد ته سفر کولو لپاره چمتو یم.»

د دې ترڅنګ پزشکیان د کډوالو پر اړونده ادارو له افغان کډوالو سره پر ښه چلن امر کړی، ترڅو په خبره یې د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو خرابوالي او د منفي ذهنیت د ایجادېدو لامل نه شي.

نوموړي د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو له پراخوالي او ټینګښت ملاتړ کړی او دواړه خواوې یې ګډ تاریخ او کلتور لرونکي هېوادونه بللي.

په ورته مهال، د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په تازه ټیلفوني خبرو کې د دوه اړخیزو مسایلو ترڅنګ د غزې پر وضعیت او له ایرانه د افغان کډوالو د اخراج په تړاو هم خبرې شوې.

بهرنیو چارو وزارت سرپرست  مولوي میرخان متقي د افغان کډوالو د اخراج لړۍ د اندېښنې وړ بللې او له ایراني لوري یې غوښتي چې د اخراج روانه لړۍ له اصولو سره سم او په عزتمند ډول ترسره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا‌ءاحمد تکل وايي: « مولوي امیر خان متقي همداراز له ایرانه د افغان مهاجرینو د اخراج لړۍ د اندېښنې وړ وبلله او ټینګار یې وکړ چې د اخراج پرمهال د تدریج او عزتمند اصلونو ته درناوی وشي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم پر خپل وار ژمنه وکړه چې هڅه به وکړي چې له هېواده یې د افغان مهاجرینو د اخراج لړۍ په تدریج او پتمن ډول داسې ترسره شي چې د مهاجرینو حقونه ضایع نه شي.»

واک ته د اسلامي امارت له بیا ځل رسېدو راهیسې د بهرنیو چارو وزیرانو او د ځانګړو استازو پر کچه ګڼ رسمي سفرونه شوي؛ خو دا په تېره نږدې څلور کلنه موده کې لومړی ځل دی چې د یوه هېواد ولسمشر افغانستان ته د سفر کولو لپاره چمتوالي ښيي.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې دامهال کابل او تهران ترمنځ سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړیکې نسبتا ښه حالت کې دي؛ خو دغه اړیکې کله ناکله د افغان کډوالو او حقابې پر سر له ستونزو سره مخ شوې دي، هغه دوه مهم موضوعات چې ښايي په دې سفر کې پرې جدي بحث وشي.

د سیاسي چارو شنونکی مرتضی مطهري وايي: « افغانستان ته د ایران د ولسمشر سفر کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، امنیتي، تجارتي او فرهنګي وضعیت د ښه کېدو سبب شي. دا دوه داسې هېوادونه دي چې له ډېرو کالو راهیسې یې ښې اړیکې لرلې، خو هغه څه چې ډېر مهم دي، له ایرانه د افغان کډوال د اخراج لړۍ ده. دا موضوع اوسمهال د افغانستان د خلکو او اسلامي امارت د حکومت لپاره لوی سرخوږی دی.»       

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري وايي: « د ایران ملي منافع دا ایجابوي چې له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره خپلې حسنه اړیکې له سره پیل کړي.»       

د روان ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ د جګپوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي له راتګ وروسته، بهرنیو چار وزارت په یوې اعلامیې کې هم ویلي و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خپل نوي باب ته ننوتې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist