Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران ولسمشر: له افغانستان سره مو اړیکې تر بل هر وخت پياوړې دي

د ایران ولسمشر: له افغانستان سره مو اړیکې تر بل هر وخت پياوړې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/29

د ایران ولسمشر وايي، د سيمې نورو هېوادونو ترڅنګ، د تهران او کابل اړیکې د بل هر وخت په پرتله پياوړې دي او د لا پیاوړتیا لپاره به يې هېڅ ډول هڅې و نه سپموي.

مسعود پزشکیان دا څرګندونې له يوې ايراني رسنۍ سره په تازه مرکه کې کړې او زیاتوي، د اړيکو دغه پراختيا پر اقتصاد او سياست سربېره، په کولتوري مسايلو کې هم ده.

د اړيکو پر پياوړتيا سربېره نوموړي د کابل او تهران ترمنځ سرحدي همکاري هم د ګډو ګټو خونديتوب لپاره مهمه بللي او په خبره يې، د يادو همکاريو او د اړيکو د لا پراختيا بهير چټکولو لپاره يې د خراسان رضـــــوي ولايت چارواکـــــــــو ته کافي صلاحيتونه ورکړي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکان وړاندې ویلي: « له ګاونډیو هېوادونو سره زموږ اړیکې ډېرې ښې شوې او په ډېرو برخو کې یې پراختیا موندلې ده؛ که هغه کولتوري وي، علمي وي یا اقتصادي. له اذربایجان، ازبېکستان، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، عراق، ترکیې او په فارس خلیج کې له عمان، متحده عربي اماراتو، قطر او نورو هېوادونو سره د اړیکو بهیر ډېر ښه شوی.»

په ورته وخت کې د ایران بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې اوســــــــــنی حکومت یوعیني واقعيت ياد کړی او زياته کړې يې ده چې تهران ورسره همدې اصل ته په کتو تعامل ته دوام ورکوي.

نوموړي که څه هم د کابل او تهران ترمنځ د ځینو ستونزو يادونه کوي، خو په اړه يې جزئیات نه دي ورکړي او وايي، دا څه له کابل سره د خبرو له لارې د حل وړ دي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي: « موږ باید دا ومنو چې په کابل کې د موجوده حکومت په نوم یو واقعیت شتون لري. له بلې خوا، زموږ او افغانستان ترمنځ ډېری ننګونې شته دي. موږ د سرحدي امنیت، اوبو، نشه‌يي توکو او مهاجرت ستونزې لرو. موږ باید په افغانستان کې له موجوده حکومت سره خبرې وکړو، ترڅو دا ننګونې حل او د دواړو ملتونو ګټې ډاډمنې کړو. موږ لا تر اوسه په افغانستان کې موجوده حــــکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خــــــو باور لرو چې د افغانستان ټول خلک باید د حکومت په بڼه د خپل برخـــــلیک د ټاکلو حق ولري. له دې ټولو سره به موږ د افغانستان له حکومت سره خپلو خبرو ته دوام ورکړو.»

د چارو شنونکي هم د تهران او کابل اړیکې د بل هر وخت په پرتله ښې شوې ګڼي او ټینګار کوي چې دواړه هېوادونه باید خپلې شته ستونزې او ننګونې د ډېپلوماسۍ له لارې حل کړي.

د چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « دا چې ایران غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي، موږ یې هرکلی کوو. دا خبره سمه ده چې مشکلات شته، خو هر ډول مشکل د خبرو له لارې حل کېږي. زه فکر کوم په اوسنیو شرایطو کې لکه څرنګه چې ایران هڅه کوي له خپلو ګاونډیو سره مخامخ او غیر مستقیې اړیکې جوړې کړي، د افغانستان حکومت هم له تېرو څــــــلورو کالو راهیسې هڅه کوي د پاکستان په ګډون له ګاونډيانو سره اړیکې داسې جوړې کړي چې د دواړو غاړو په کې خیر وي.»

د اســــــــــلامي امارت مرستیال ویاند د ایران له دې دریځ هرکلی کــــــــوي او وايي، حکومت د ګاونډ او سيمې له هېوادونو سره ښې اړیکې لري او غواړې نورې یې هم پیاوړې کړي.

د اسلامي امارت مرستیا ویاند حمدالله فطرت وايي: « موږ له ایران او د سیمې له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې لرو او په پام کې لرو چې دا اړیکې نورې هم پراخې کړو. نور هېوادونه هم باید د افغانستان واقعیتونه ومني او مثبت تعامل زیات کړي.»

تهران که څه هم د اســـــــــلامي امارت له بیاځل واکمنېدو راهیسې له کابل ســــــــــره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پالي، خو تراوسه يې اوسنی حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist