د ایران د بشري حقوقو ځینو ادارو له خوا د خپرو شویو راپورونو د ارزونو له مخې، د روان ۲۰۲۶ میلادي کال له پیل راهیسې، لږ تر لږه۲۰ تنه افغان وګړي د ایران په زندانونو کې اعدام شوي.
یادې ارزونې ته په کتو، د روان کال له پیل تر اوسه، هره میاشت لږ تر لږه یو تن افغان وګړی په ایران کې اعدام شوی او لږ تر لږه درې نور افغانان د اعدام په سزا محکوم شوي دي.
د ایران د بشري حقوقو ادارو په خبره، پر دغو کسانو له نشهیي توکو سره د تړلو جرمونو، وژنې، اسراییلو ته د جاسوسۍ او د حکومت ضد لاریونونو کې د برخه اخستو په ګډون، بېلابېل تورونه لګېدلي دي.
خو دغو ادارو د محاکمې د بهیر روڼتیا په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي او ویلي یې دي چې له دې بهیر څخه د څار نه موجودیت، د دوی اندېښنې لا ژورې کړې دي.
د ایران بشري حقوقو یې ادارې ویلي: « د اعدام د سزا په قضیو کې د روڼ او شفاف نظارت نه شتوالي، د وکیلانو محدود لاسرسي او عادلانه محاکمې ته د نه لاسرسي په اړه اندېښمن یو. په ځینو مواردو کې کورنۍ د خپلو خپلوانو له برخلیک او حقوقي وضعیت څخه هم بې خبره ساتل کېږي.»
د راپورونو له مخې، ډېری ثبت شوي اعدامونه د شیراز په عادلآباد زندان، تایباد زندان، یزد زندان او د اصفهان په دستګرد زندان کې ترسره شوي دي.
په وروستیو قضیو کې چې په راپورونو کې ورته اشاره شوې، ګل محمد محمدي او قایم حسیني چې د تره زامن دي، د اصفهان د موسوي علیخاني څلورلارې قضیې په تړاو محاکمه او د اعدام په سزا محکوم شوي دي.
دغه قضیه په ایران کې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له اعتراضونو سره تړاو لري.
په جلا توګه، درې افغان وګړي افشار شاهاحمدي، ایمان شفاعي او صدرالدین احمدزاده، د جولای په میاشت کې د اعدام په سزا محکوم شوي دي.
د «هیومن رایټس ایران» او «هه نګاو» بشري حقونو ادارو په راپورونو کې راغلي، دغه درې کسان د پولیسو د یوه مرکز د سوځولو په تور د ادعا شوې ونډې له امله مجرم پېژندل شوي دي.
دغو قضیوته په اشارې د ایران د بشري حقوقو سازمان او هه نګاو بشري حقوقو سازمان بیا د عدلي تعقیب پر څرنګوالي هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ایران بشري حقوقو او هه نګاو بشري حقوقو سازمانونو د راپورونو یوه برخه کې راځي: « اندېښنې یوازې تر اعدامونو پورې محدودې نه دي بلکې د دغو قضیو د څېړلو او عدلي تعقیب څرنګوالی هم د پوښتنې وړ دي. ایا تورنو کسانو وکیلانو ته کافي لاسرسی درلود، ایا کورنۍ د قضايي بهیر په اړه په سمه توګه خبر وو او ایا د اعدام له سزا سره مخ کسانو ته د خپلې دفاع لپاره د اغېزناکو حقوقي امکاناتو زمینه برابره شوې وه؟ »
د بشري حقونو سازمانونه همداراز وايي، په ایران کې د پام وړ شمېر اعدامونه له رسمي او عامه اعلان پرته ترسره کېږي.
له همدې امله، دا ستونزمنه ده چې په ایران کې د افغان وګړو د اعدامونو بشپړ شمېر معلوم شي.
د «هه نګاو» د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۸۵ افغان وګړي په ایران کې اعدام شوي دي.
که څه هم اسلامي امارت تر اوسه پورې په ایران کې د افغان وګړو د اعدام په اړه خپرو شویو راپورونو او له دې مخکې نورو راپورونو ته کوم غبرګون نه دې ښودل شوی، خو حقوقي شنونکي وايي چې اسلامي امارت باید په دې اړه اقدام وکړي.
اسماعیل ځدران وايي، افغانستان او ایران اوس مهال ډېرې ښې اړیکې لري او دغو اړیکو ته په کتو خورا په اسانۍ سره کولی شي، په دې مسله کې د ایران له لوري وضاحت وغواړي.
حقوقي شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « دا د اوس خبره نه ده، په ایران کې افغان مهاجرین له څو لسیزو راهیسې ځورول کېږي، بندي کېږي او په دار ځړول کېږي. دولت او د اسلامي امارت مشران مسوولیت لري چې د دې موضوع څېړنه وکړي. د دې لپاره د یوه قوي پلاوي استولو ته اړتیا ده، ترڅو هلته له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي او د افغان وګړو پوښتنه ترې وکړي.»
که څه هم له دې مخکې په تهران کې د اسلامي امارت سفیر د یو شمیر افغان بندیانو د بېرته ستنولو بهیر پیل کړی و چې په کې یو شمېر په بېلابېلو جرمونو تورن افغانان هېواد ته رالېږدول شوي وو.