Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی

د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/20

سره له دې چې افغان کډوال په ګاونډیو هېوادونو کې تر بل هر وخت ډېر له سختو ستونزو سره مخ دی،  اوس د مرګ له ګواښونو سره هم مخ دي.

څو ورځې وړاندې په ایران کې یوې افغانې مېرمنې د شکنجو له امله شپږ ځلې په ځان وژنې لاس پورې کړی و؛  خو ایران د دې پرځای چې د کډوالو پر وړاندې خپل دریځ نرم کړي، برعکس یې یو افغان کډوال په لاریونونو کې د لاس لرلو په تور اعدام کړی.

د ههنګاو په نوم د بشري حقونو یوه سازمان په خپل راپور کې ویلي: « زموږ سرچینو ته د رسېدلي راپور له مخې، ایراني چارواکو ۱۹ کلن عرفان اسفندیاري او ۲۳ کلن افغان وګړی، ګل محمد محمدي د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۹مه، د یکشنبې ورځې په سهار، د اصفهان د دستګرد په زندان کې په پټه اعدام کړي دي.»

په راپور کې زیاته شوې چې  دغه اعدامونه د اصفهان په دستګرد زندان کې وروسته له هغه ترسره شوي چې چارواکو یوه ورځ مخکې د مرګ په سزا محکوم بندیان په غولوونکي ډول بل ځای ته ولېږدول.

دغه بندیان پر ایران د امریکا او اسراییلو له برید وړاندې، د حکومت ضد لاریونونو کې د ونډې لرلو په تړاو اعدام شوي.

هه نګاو د دې قضیې په تړاو د لسو نورو کسانو د اعدام کېدو د احتمال خبر هم ورکړی.

د سرچینې په راپور کې زیاته شوې: « لس نور لاریونوال هم د اعدام له نږدې خطر سره مخ دي. زموږ د بشري حقونو سازمان یو ځل بیا خبرداری ورکوي چې د دغو دوو کسانو له اعدام وروسته، د همدې قضیې د پاتې لسو ځوانانو ژوند هم له جدي او نږدې خطر سره مخ دی.»

په ورته مهال، د کډوالو حقونو یوشمېر مدافعین بیا وایي چې هر هېواد پر مجرمینو د خپل قانون د تطبیق حق لري او په خبره یې دا ډول کړنې باید د شواهدو په موجودیت او په داسې ډول ترسره شي چې نړیوال بشري قوانین په کې نقض نه شي.

د کډوالو د حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي: « هر هېواد حق لري چې خپ کیفري قوانین اجراء او په جرم تورن کسان محاکمه کړي مګر دا حق مطلق نه دی؛ د بشري حقونو له اصولو سره سم، ټول وګړي باید له عادلانه محاکمې، د دفاع حق او انساني کرامت څخه برخمن وي. دا ډول ګامونه له بشري حقونو سرغړونه ګڼل کېږي. که چېرې دولت اعلان وکړي چې محاکمه له قانون سره سمه اجراء شوې، د دې کار ارزونه خپلواکو څېړنو ته اړتیا لري.»

هه نګاو په داسې حال کې دا راپور خپور کړی چې یوه ورځ وړاندې یې خبرداری ورکړی و چې د ایراني حکومت له خوا د ۳۰ سیاسي بندیانو د اعدام حکم شوی او دا کسان له زندان څخه  بل ځای ته لېږدول شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist