Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ایران او امریکا کړکېچ پر افغان سولې اغېز نه شي لرلی

admin by admin
2020/01/15

افغان حکومت هیله لري چې د ایران او امریکا کړکېچ به افغان سوله زیانمنه نه کړي.

د افغانستان په اړه په سیمه ییزو سیاستونو کې ښکاره بدلون همدا و چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د افغان حکومت له وسلوالو مخالفینو سره اړیکې علني کړي او خپلو هېوادونو کې يې مېلمانه کړل.

اوس چې له ایران سره د امریکا پوځي ټکر راغلی د امریکا تمه له طالبانو دا ده چې دې هېواد سره اړیکې پرې کړي.

دا د پردې ترشا یوه غوښتنه ده چې طالبانو او امریکا یې د کره والي په اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی.

شنونکی شهزاده مسعود داسې وویل (( امریکا خو له کلونو را پدېخوا ایران سره په تقابل کې ده، او همدا راز د سیمې نورو هېوادونو لکه روسیې سره په تقابل کې دي خو افغانستان یو خپلواک او ازاد هېواد دی او نباید د نورو هېوادونو د سیالۍ قرباني شي بلکې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په مرکز ترې استفاده وشي.))

د امریکا او ایران په شخړه کې له هر لوري افغانستان ته تاوان شته سره له دې چې افغان حکومت په دې مسله کې بې طرفه دی او د خپلې خاورې ډاډ یې ورکړی چې د چا پرضد به استعمال نه شي.

خو له طالبانو یوه داسې تمه چې ایران سره اړیکې پرې کړي دا لاسوهنه د سولې امکان کمزوری کوي.

شنونکی عبدالباري عارض داسې وايي (( د قطر د خبرو ځنډ یو لامل هم همدا دی، چې امریکا غوښتل هغه څه چې په جګړه کې یې ترلاسه کړي ترلاسه یې نشو کړای اوس غواړي چې د سولې خبرو کې یې ترلاسه کړي. ))

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ایران سره د شخړې پرمهال وویل چې دغه هېواد له سیمه ییزې اجماع وتلی دی او ایران کار پیل کړی چې د افغان سولې پړ وړاندې خنډونه جوړ کړي.

افغان سوله چې سیمه ییز او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري افغان حکومت وایي، د امریکا او ایران کړکېچ نه باید د سولې پروسه وګواښي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي داسې وویل ((  موږ تمه لرو چې د امریکا او  ایران ترمنځ وروستي کړکیچونه او لانجې د افغانستان سولې پروسې باندې اغیز ونه کړي.))

افغان حکومت له ایران سره هم نږدې دی او د ایراني جنرال په وژنه یې خواشیني ښودلې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist