Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اکتوبر ۷ مه؛ افغانستان ته د امریکا او نړیوالو ایتلافي ځواکونو راتلو۲۲ مه کلیزه ده.

د اکتوبر ۷ مه؛ افغانستان ته د امریکا او نړیوالو ایتلافي ځواکونو راتلو۲۲ مه کلیزه ده.

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/08

پوره ۲۲کاله وړاندې د اکټوبر پر ۷ مه نېټه د امریکا پر مشرۍ ايتلافي ځواکونه افغانستان ته دننه شول او په دې توګه يې د اسلامي امارت د وخت حکومت نسکور کړ.

افغانستان ته د يادو ځواکونو دننه کېدو پلمه، د سپټمبر له ۱۱مې پېښې وروسته په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه وه؛ خو پر ۲۰ کلن حضور سربېره امريکايي او نور بهرني ځواکونه داسې مهال له افغانستانه ووتل، چې په افغانستان کې له ۲۰ د ډېرو ډلو د حضور ادعا کېده.

اسلامي امارت افغانستان ته د يادو ځواکونو دننه کېدو له امله د کټوبر ۷مه توره ورځ يادوي او وايي، چې يادو ځواکونو د خپل ۲۰ کلن حضور پرمهال د عامو خلکو پر کورونو عمليات او هوايي بريدونه وکړل.

د اسلامي  امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي هېڅ چا ته به اجازه ور نه کړي، چې يو وار بيا پر افغانستان تېری وکړي.

مجاهد زیاتوي: « نن د اکتوبر اوومه چې د تلې له ۱۵ مې نېټې سره برابره ده، پر افغانستان د امریکايي یرغل د پيل ورځ ده، دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ ده او خلک یې غندي. دا د افغانستان د۲۰ کلن زیان،  ځوانانو د شهادت، کورونو د ویجاړېدو او دې هېواد ته په ځاني او مالي لحاظ درنو تلفاتو د اوښتو ورځ ده. دا ورځ ثابتوي چې هر مغرور او هر یرغلګر چې افغانستان د خلکو خاورې او دین ته په سپکه ګوري او یا احترام ورته نه کوي له ورته پایلې سره مخ کېږي او دا یو ډېر ښه عبرت دی ټولو هغو متکبیرونو ته چې په راتلونکي کې کېدای شي ظهور وکړي او په ځمکه کې وي.»

خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا وایي، امریکا په خپل۲۰ کلن پوځي حضور کې چې په افغانستان کې یې درلود، له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه د زرګونه افغانانو په وژلو سره بشري جنايتونه ترسره کړي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي: « د دې ورځې له امله په افغانستان باندې یوه ناپایه، اوږده او پردۍ جګړه وتپل شوه، هغه جګړه چې یوازې افغانان یې قرباني وو، د پرديو د اهدافو لپاره زموږ ارزښتونه کمرنګه او سپک شول، زموږ د هویت پر ضد کودتاوې وشوې، هغوی یې واک ته ورسول چا چې د افغانستان وجود، تاریخ، هویت، زموږ ملي ارزښتونه، زموږ ګډې قربانۍ او زموږ د خاورې وحدت یې له منځه یوړ؛ نو دا توره ورځ وه او افغانان به یې تل غندي.»

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو ۲۰ کلن حضور پرمهال ۶۶ زره د هغه مهال افغان سرتېري ووژل شول، له ۱۰۰زرو زیات ټپیان شول او همدا راز ۴۷ زره ملکیان ووژل شول او له ۷۵ زرو زیات ټپیان شوي دي.

کارپوهان وایي، امریکا د هغه شعار برعکس چې ترهګرۍ به له منځه وړي عمل وکړ. د دوی په خبره ۲۱ کاله وړاندې یې هم په افغانستان کې له ترهکرۍ اندېښنه درلوده،خو اوس همدا هېوادونه په افغانستان کې له ۲۰ کلن حضور وروسته هم د ترهګرۍ په اړه اندېښنې مطرح کوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري وايي: « د اکتوبر اوومه په رښتیا هم د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ ده. په دې ورځ دغه سترې متجاوزې امریکا پر افغانستان تېری وکړ، په یوه خوار، غریب او بې دفاع ولس یې تېری وکړ او پر افغانستان یې ستر افت راوړ. ۲۰  کاله یې پر افغانانو بمباري وکړه، شل کاله یې افغانان وځورول، ویې کړول، د افغانستان په کلیو او بانډو، پر ښځو او ماشومانو یې بمبونه وورول. امریکا په دې ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې تاریخي جنایت کړی.»

د امریکا او ناټو ځواکونه داسې مهال ۲۰ کاله وروسته له افغانستانه ووتل، چې اسلامي امارت بيا ځلي حاکم شو.

خو د يادو ځواکونو وتل له دې امله غير مسوولانه بلل کېږي، چې د بل هر وخت په پرتله په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورين ناوړه کچې ته رسېدلی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist