Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د انټرنېت او مخابراتي خدمتونو له بندېدو سره ځينې دولتي ادارې فلج شوې وې

د انټرنېت او مخابراتي خدمتونو له بندېدو سره ځينې دولتي ادارې فلج شوې وې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/02

د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو د پرې کېدو له امله پر خصوصي سکټور سربېره عامه سکټور هم زيانمن کړی.

د احصایي او معلوماتو ملي ادارې او پاسپورټ ریاست مخې ته راټول مراجعین وایي، له تېرو درېیو ورځو راهیسې یادو ادارو  ته ورتلل، خو کارونه يې نه ترسره کېدل. دوی له حکومت غواړي، انټرنېټ او مخابراتي خدمتونه باید فعال وساتل شي.

د الکترونکي تذکرو غوښتونکی عبدالقدوس وايي:« له وړمې ورځې راهیسې دلته راتلونکو مراجعانو ته بېرته ځواب ورکول کېږي، ځکه چې انټرنېټ بند دی. دلته د دې بندیز له امله د ډېرو کسانو کارونه پاتې دي، خو دا کارونه باید ژر ترژره خلاص شي؛ ځکه خلک ستونزې لري او لرې ځایونو راغلي دي.»

د پاسپورټ غوښتونکی زیارمل وايي: « دا خلک د پاسپورټ اخستلو لپاره له لرې پرتو ولایتونو څخه راغلي او دلته په اطاقونو کې پراته دي، دوی حتا د کرایې ورکولو وس نه لري. دا ستونزه باید حل شي، ترڅو خلک له دې ډول ستونزو سره مخ نه شي.»

همدارنګه، عام خلک هم نیوکه کوي چې حکومت بايد د انټرنېټ او مخابراتو له پرې کولو وړاندې عامو خلکو ته خبر ورکړی وای، ترڅو له یې کارونه له ټکني کېدو ژغورلي وای. دوی وايي، حکومت باید په خپلو ورته پرېکړو کې د خلکو نظر واخلي، ترڅو د دوی ستونزې په پام کې ونيول شي.

د کابل اوسېدونکی سېد عصمت‌الله  هاشمي وايي: « له چارواکو یوه ګیله لرم، هغه دا چې د داسې کسانو په توګه چې چارې تنظیموي باید وړاندې له دې چې خپلې پرېکړې عملي کړي، خلکو ته دې یې په تړاو خبر ورکړي. باید خپل دلایل وړاندې کړي او خلکو ته قناعت ورکړي چې موږ په دې دلیل د دومره وخت لپاره انټرنېټ پرې کوو او تاسو خپل تدابیر ونیسي. اوس د انټرنېټ د پرېکدو له امله ټول هېواد دولتي او خصوصي سکټور دواړه فلج دي.» 

د کابل اوسېدونکی سعیدالله وايي: « زما ټول کارونه د انټرنېټ له لارې ترسره کېږي. تاسو ګورئ چې انټرنېټ نه وي، زما کارونه فلج دي. له تېرو دوو ورځو راهیسې مې په کاروبار کې ډېر زیات زیان کړی. زما غوښتنه دا ده چې دا ستونزه دې په اساسي توګه حل شي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی وايي: « زه له دولت غوښتنه کوم چې دا ستونزه هواره کړي. د خلکو پیسې بندې دي، الوتنې او ټرانسپورټ بند دی، دولتي او خصوصي خدمات بند دي. که دا ستونزه حل شي، ډېر به ښه شي.»

پر سوداګرۍ او دولتي چارو سربېره د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو بندېدو پر زده کړو هم اغېز کړی او چارې یې ټکنۍ کړې دي. د محصلانو په خبره، د درسونو ۷۰ سلنه مواد يې له انټرنېت ترلاسه کول، خو د انټرنېټ په پرې کېدو سره یې هرڅه په ټپه ودرېدل.

زده کړیال حشمت الله وايي: « موږ اکثریت درسي مواد له انټرنېټ څخه اخلو، لږ یې زموږ په کتابونو کې وي نور ټول له انټرنېټ اخلو. زه له دولت غوښتنه کوم چې په دې اړه پاملرنه وکړي، ترڅو زموږ محصلین خپلو درسونو ته ادامه ورکړای شي.»

حکومت د روانې اوونۍ د دوشنبې په مازدیګر په ټول هېواد کې انټرنېټې او مخابراتي خدمتونه پرې کړل او د چهارشنبې ورځې تر ماښام پورې یې ادامه لرله. چارواکو او اړوند ادارو د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د پرېکولو په تړاو هېڅ ډول وضاحت نه دی ورکړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist