Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د انتالیا ناستې په دویمه ورځ د رسنیزې همغږۍ په رامنځته کولو خبرې وشوې

د انتالیا ناستې په دویمه ورځ د رسنیزې همغږۍ په رامنځته کولو خبرې وشوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/28

د ترکیې په انتالیا ښار کې د افغانانو ناسته چې د جینوا پرمختګ او ډیالوګ مرکز په نوښت جوړه شوې، په دویمه ورځ یې د مدني فعالانو، پخوانیو سیاستوالو او د بشري حقونو افغان فعالانو ترمنځ خبرې وشوې. 

په دې ناسته کې د افغانستان د راتلونکي سیاسي برخلیک، د مدني ټولنې ګډون او د ملګرو ملتونو د موزاییک طرحې ارزولو لپاره کمېټې رامنځته شوې.

د موزاییک طرحه په افغانستان کې د سیاسي، بشري حقونو او انساني بحرانونو د هواري موخو ته د رسېدو لپاره د څو اړخیز تعامل په موخه د سیاسي نقشې او لارې جوړونه ده.

هغه طرحه چې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د  فبرورۍ میاشت کې د ملګرو ملتونو خپلواکې ارزونې پر بنسټ یې وړاندیز وشو.

د ناستې یو شمېر ګډون کوونکو د موزاییک ناستې په تړاو د ملګرو ملتونو له طرحې سره مخالفت کړی او ادعا کوي چې دغې طرحې د مدنې ټولنې غړي، ښځې او لږکي له پامه غورځولي او سرپرست حکومت ته یې ګټه رسولې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي نصیر احمد اندېشه ویلي: « د موزاییک طرحه ناقصه او نیمګړې ده او نه شي کولی د افغانستان لپاره مثبتې پایلې ولري. ملګرو ملتونو په دې طرحه کې مېرمنو او د مدني ټولنو استازو ته ډېر لږ پام کړی.»

د ملي روغې جوړې سترې شورا پخواني مرستیال عنایت الله بابر فرهمند ویلي:« نه شو کولی د موزاییک طرحه په بشپړ ډول رد کړو؛ مګر دغه طرحه جدي بیا کتنې ته اړتیا لري. د افغانستان په تړاو تصمیمونه نه باید له دې خاورې بیرون ونیول شي.»

په ورته وخت کې د دې مرکز یو شمېر غړي وایي، د دې ناستې پر دویمه ورځ زیات تمرکز د خبریالانو، داخلي او بهرنیو رسنیو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کولو شوی و او د ناستې په پای کې به اعلامیه هم خپره شي.

د جینوا پرمختګ او ډیالوګ مرکز غړی حامد عبیدي وايي: « بحث د رسنیو په رول پیل شو او په دې وغږېدو چې څنګه کولی شو په کور دننه فعالو رسنیو او بهر څخه خپرېدونکو رسنیو ترمنځ همغږي جوړه کړو. له دې وروسته کمېټې کار کوي او کار یې دا دی چې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي او یو مکانیزم جوړ کړي. ترڅنګ یې د ناستې په ګډه اعلامیه هم کار کېږي چې د ورځې په پای کې به خپره شي.» 

د سیاسي چارو کارپوهان دغه ډول ناستې ناکامې بولي او د خپلمنځي ستونزو د حل لپاره په کور دننه د ناستو پر جوړولو ټینګار کوي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « دا یوه ناکامه پروسه ده، ملګري ملتونه او د افغانستان خلک غواړي چې د افغانستان په اړه ګڼې ناستې د هغو افرادو او اشخاصو له خوا چې په تېرو شلو کالو کې یې د هېواد په چورولو او لوټلو کې ونډه نه لرله، جوړې او د افغانستان په اړه پرېکړه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر نور کارپوهان بیا په یادو ناستو کې د اسلامي امارت د استازو ګډون مهم بولي او د ټول شموله کېدو لپاره یې اړین ګام ګڼي.

پخوانی ډېپلومات او د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « ترڅو چې د افغانستان د ملت غوښتنې په یوه جامع او پراخه اجنډا درج نه شي، د افغانستان د خلکو واقعي او پاک لاسي استازي او دغه راز د طالبانو استازي په کې ګډون ولري، ښايي یوه تفاهم ته سره ورسېږي.»

په دې وروستیو کې د انتالیا ناستې په څېر، د افغانانو خپلمنځي ناستې او خبرې اترې ترسره کېږي، خو د افغانانو د ګډې همغږې او سیاسي اجماع نه شتون له امله یې محسوسې پایلې نه دي ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist