Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امر باالمعروف وزارت چارسمبالی: افغانان باید خپل یووالی وساتي

admin by admin
2021/11/17

د امر باالمعروف او نهي عن المنکر چارسمبالی وزیر شیخ محمد محمود د سه شبنې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لړم پر ۲۵ مه»  بلخ کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ولايتي ادارې د فعالېدو په اړه یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال وویل،افغانان بايد خپل يووالی وساتي او د دښمنانو د دسيسو پر وړاندې دې ويښ  واوسي. 

هغه همدا راز نيوکه وکړه،چې امريکا د داعش په نوم د افغانستان د نا امنه کولو په لټه کې ده.  

محمود زیاته کړه:« په داعش باندې پانګونه له کوم ځايه وشوه؟ ستاسو به ياد وي،جوزجان چې کله مجاهدينو فتح کړ، نو امريکايانو د هغه ځای داعشيان په هليکوپترو کې کېنول او کابل ته يې ولېږدول، نن امريکا او يهود غواړي،چې د داعش په نوم او شکل د افغانستان په سپېڅلې خاوره کې نا امني پيدا کړي.»

د محمود په وينا اسلامي امارت د تېر نظام لويو لويو مجرمينو ته عفوه کړې او غوښتنه يې وکړه،چې څوک دې د وېرې او تېښتې هڅه نه کوي. 

محمود زیاتوي:« له کرزي، ډاکټر عبدالله او مسلميار څخه لوی مجرمين څوک وو؟ چې اسلامي امارت دوی ته حفاظت ورکوي؛ نو نورو ته خو يې حتما ورکوي. موږ په خپل نفس پښه کېښوده او د اسلام دا درس مو تطبيق کړ،چې دوی ته بايد حفاظت ورکړو.»

هغه همدا راز وويل، اسلامي امارت د نارينه وو تر څنګ نجونو ته هم د زده کړو د خوندي چاپېريال برابرېدو په لټه کې دی. 

د ناستې نورو ويناوالو هم له خلکو سره د حکومتي مسوولينو پر ښه چلن ټينګار وکړ. 

د بلخ والي قدرت الله ابوحمزه وايي:« له شل کلنې مبارزې وروسته موږ دې هدف ته ورسېدو،چې زموږ په وطن کې اسلامي نظام قایم شوی، د اسلامي نظام رامنځته کېدل زموږ او ستاسې د زرګونه شهيدانو، معيوبينو، کونډو او يتيمانو ارمان  وو.»

ديني عالم محمد اسحاق وايي:« غوره دا ده،چې الهي احکام تطبيق کړئ او د پلي کېدو اظهار يې په ښکلې او اسانه لهجه وکړئ، که خلک نېکې لارې ته تشويق نه شي او الهي احکام تطبيق نه شي دا بيا ښه نتيجه نه شي درلودای.»

د ناستې  په پای کې د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزير په مزارشريف کې خپله ولايتي اداره فعاله کړه چې دمګړی شاوخوا ۲۰۰ ديني عالمان په تشکيل کې لري. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist