Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا کانګرس له لوري جوړ شوي کمېسیون د افغانستان د ۲۰ کلنې جګړې ارزونه پيل کړې

د امریکا کانګرس له لوري جوړ شوي کمېسیون د افغانستان د ۲۰ کلنې جګړې ارزونه پيل کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/23

په افغانستان کې د متحده ایالاتو د شل کلنې جګړې په اړه د خپلواکې بیا کتنې لپاره د کانګرس لخوا رامنځته شوي شپاړس کسیز کمېسیون د جمعې په ورځ خپله لومړۍ غونډه وکړه.

دغه کمېسیون چې څه باندې دوه کاله وړاندې جوړ شوی، ویلي دي افغانستان شل  کلنه جګړه به څیړي چې په دې موده کې مهمې پرېکړې چا کولې تصمیم نیوونکي څوک وو او کومې تیروتنې شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزارت پخوانی سلاکار روني جکسن چې د امریکایي ځواکونو په ډله کې یې په افغانستان کې د ملکي سلاکار په توګه دنده ترسره کړې ویلي چې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د امریکا جګړه په ژوره توګه ارزول کېږي.

روني جکسن وايي:« دا په دې مانا ده چې مونږ دا وڅېړو چې مونږ په دې موده کې څه سم کړي او کومې تېروتنې مو کړي. مونږ دې ته اړتیا لرو چې د امریکا د جګړې په تړاو مهمې پوښتنې مطرح کړو چې تصمیم نیوونکي څوک وو او دا پرېکړې په کوم اساس شوې دي.»

په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ ناټو په دې موخه چې ګواکې له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره مبارزه کوي پر افغانستان یرغل وکړ.

ایا په دې شل کلنه دوره کې امریکا په رېښتوني توګه د همدې اهدافو په لټه کې وه او که افغانان یې له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړل؟

شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:«  دا په ډاګه کوي، چې په افغانستان کې له یوه ظلمه هم دریغ نه دی شوی. دلته شپنۍ چاپې، د بې ګناه اشخاصو نیول، بندیانول، وژل هغه څه دي چې افغانانو ته یې ګڼ زیانونه اړولي دي. تر څنګ یې وحشت خپرول،  افغانان له تحصیل پاتې کېدل نو باید امریکا افغانستان ته د دې تاوان ورکړي.»

ټاکل شوې چې همدا شپاړس کسیز کمېسیون د ۲۰۲۶ کال تر اګست میاشتې پورې به په دې اړه خپل بشپړ راپور وړاندې کړي.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو پخواني سفیر او د دې کمېسیون لومړني شاهد رونالډ نیومن هم ویلي چې په افغانستان کې باید د پالیسیو د تطبیق پر څرنگوالي بیاکتنه وشي، چې د جګړې پالیسۍ د چا له خوا جوړېدې او چا پلې کولې؟

خو د چارو یو شمېر شنونکي وایي چې امریکا په دې موخه څېړنه کوي، څو په راتلونکو کې د تېروتنو مخه ونیسي.

 دوی وایي که د یاد کمیسیون له لوري په روڼتیا سره څېړنې وشي، په لوړه کچه امریکایي چارواکي به د خپلو ظلمونو له امله محاکمه شي.

د چارو شنونکی نازکمیر زیارمل وايي:« دغه کمېسیون به دغه شل کلن موضوعات څیړې او په راتلونکي کې به دغه ډول تېروتنې کموي. د افغانستان لپاره دغه څیړنه کومه مثبته او یا منفي پایله نه لري.»

 د چارو یو بل شنونکی اسماعیل ځدراڼ ورته خبره کوي، خو زیاتوي:« که په رښتیا دغه څېړنې وکړي، فکر کوم چې د دوی ډېر چارواکي به محاکمه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې کانګرېس له دې وړاندې هم له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو په بېړه اېستل د امریکا په تاریخ کې یوه لویه تېروتنه بللې وه او په دې اړه یې په ځلونو د امریکا ولسمشر جوبایډن څخه د وضاحت غوښتنه کړې، خو تر اوسه غوڅه پرېکړه نه ده شوې.

د امریکا دفاع وزارت پخواني سلاکار د دې ارزونې اصلي موخه په تېره جګړه کې د خپلو تېروتنو، لاسته راوړنو ترڅنګ هغه پایلې معلومول یاد کړي، چې تصمیم د چا له لوري نیول کېده او دا پرېکړې په کوم اساس شوي دي.  

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist