Skip to content
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ به د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ټرویکا غونډې په څنډه وګوري.
که څه هم افغانستان د ټرویکا غونډې غړیتوب نه لري، خو امیر خان متقي د غړو هېوادونو استازو سره د دوه اړخیزو ناستو لپاره اسلام ته ور بلل شوی دی.
په پام کې ده، چې توماس وېسټ د اسلامي امارت له سرپرست وزیر پرته د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره هم وګوري.
ویل کیږي، توماس وېسټ به له پاکستان وروسته روسیې او هند ته هم سفرونه ولري.