Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا سولې انسټیټیوټ: اسلامي امارت د ښځو حقونو په اړه د خپلو کړو ژمنو عملي کولو هوډ نه لري

د امریکا سولې انسټیټيوټ: د افغانستان حکومت د سیمه ییزو قدرتونو ملاتړ پيدا  کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/17

د امریکا سولې انسټیټیوټ وايي، د افغانستان اوسني نظام  د سیمه ییزو قدرتونو د ملاتړ تازه سرچینې ترلاسه کړي دي.

یاد انسټيټيوټ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دغو سیمه ییزو قدرتونو کې چې د افغانستان حکومت تازه سرچینو او ملاتړو په توګه پیدا کړي دي چین هم شامل دی.

په امریکا کې د سولې انسټیټوټ له دغو څرګندونو انګیرنې دا دي چې ګڼې امریکا د افغانستان له نږدې والي اندیښنه لري.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، د سولې انسټیټیوټ دغه څرګندونې په حقیقت کې د کابل او بیجینګ نږدې والي او اړیکو په تړاو د امریکا حکومت اندیښنې دي چې مطرح شوي دي.

شنونکي د افغانستان د تیرو نظامونو د ړنګېدو اصل لامل د نړۍ زبرځواکو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ټينګښت کې د کابل ناانډولي په ګوته کوي.

دوی وايي، غوښتنه یې دا ده چې سرپرست حکومت باید په دغه برخه کې له تیرو تجربو ګټه واخلي او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ساتلو کې پوره بې پرې توب غوره کړي.

د سیاسي فعال کمال ناصر  اصولي:« د افغانستان اوسني او نورو حکومتونو لپاره مهمه دا وه چې د امپراطوریو ترمنځ، لویو قدرتونو ترمنځ د اړیکو تعادل وساتي، هر حکومت چې تعادل نه دی ساتلی، د هغه حکومت پر ضد له یوې یا بلخوا ځینې ملاتړ د مخالفینو شروع شوي چې د نظامونو سقوط لامل شوي. په دې باندې باید اوسنی سرپرست حکومت هم پوه وي.»

خو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي وايي، دا چې د ځینو نړیوالو او د سیمې ګڼ شمېر هېوادونو سره راشه درشه یې زیاته شوې لامل یې متوازن سیاست دی چې اسلامي امارت غوره کړي دی.

متقي وايي، نه غواړي چې افغانستان د نړۍ ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د منفي او ناسمو سیالیو په ډګر بدل شي.

هغه زیاتوي:« دا اقتصاد محوره پالیسي چې نه غواړو د نړۍ له کومو هېوادونو سره  د بل چا لپاره په ټکر کې راشو. نه غواړو چې افغانستان د لویو قدرتونو د منفي سیالیو مرکز شي.»  

د سیاسي چارو شنونکي وايي، د افغانستان ستراتیژیک او سیاسي ارزښت هغه مهال لاپسې زیاتیږي چې له سترو قدرتونو سره د ګډې همکارۍ پالیسي او تګلاره غوره کړي.

دوی وايي، داچې اوس امریکا نه غواړي چې  د افغانستان مثبته همکاري او مداخله ولري پکارده چې په ځینو مسایلو کې د چین او د سیمې هېوادونو سره همکاري رامنځ ته شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د افغانستان جیوپولیتیک او جیو ستراتیژیک ارزښت هغه مهال ډېرېږي چې لویو قدرتونو سره د ګدې همکارۍ پالیس يا تګلاره پر مخ یوسي. دا چې اوس امریکا نه غواړي د افغانستان په چارو کې مثبته مداخله ولري، ښه به دا وي چې موږ ورو  او په کمو مسایلو کې د سیمې په هېوادونو کې او په ځانګړي ډول له چین سره او نورو هېوادونو سره پاتې شو.»

ځینې نور بیا وايي، له افغانستان سره د چین همکاري او وروستی نږدې والی د بیجینګ شخصي ګټو پورې تړلې مساله ده او د دې پرځای افغان حکومت ته له نړۍ سره د مثبتو رسمي اړیکو ټینګښت ضرور دی چې باید جدي توجه ورته شي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« دا سم عمل دی چې د سیمې هېوادونو ملاتړ اسلامي امارت پیدا کړی خو له هرڅه مهمه دا ده چې موږ له نړیوالو سره تعامل وکړو او نړیوالو سره تفاهم ته ورسېږو. چین به تر هغو خپلې ښې اړیکې له افغانستان سره ساتي ترڅو له افغانستانه ټول کانونه وباسي. »

په ټوله کې د اسلامي امارت دریځ دادی چې له هېڅ هېواد سره د تقابل په لټه کې نه دی او له ټولو سره د ښو او پر متقابل درناوي ولاړو  اړیکو ټینګښت غواړي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist