Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا سولې انسټيټیوټ: اسلامي امارت لاهم له القاعده ډلې سره اړیکې لري

د امریکا سولې انسټيټیوټ: اسلامي امارت لاهم له القاعده ډلې سره اړیکې لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/05

له افغانستانه د ترهګرۍ د احتمالي پراخېدا په تړاو اندېښنې هغه څه دي، چې نړیواله ټولنه یې په اړه بیا بیا دریځ نیونې ته اړه کړې.

د دې اندېښنو پر دوام د امریکا سولې انسټیټیوټ یو ځل بیا له افغانستانه د ترهګرې د احتمالي پراخېدا په تړاو اندېښنه ښودلې او ادعا یې کړې، چې داعش ته ورته وسله والې ډلې له افغانستان او پاکستانه د راپورته کېدو په حال کې دي.

راپور کې راغلي، چې دغه کار کولی شي د امریکا ملي ګټې او  نړیوال امنیت ته جدي ګواښ پېښ کړي.

د راپور یوه برخه: « دا چې له افغانستان او پاکستانه ترهګریز ګواښونه لکه په روسیې کې د داعش خراسان خاښ برید د راپورته کېدو په حال کې دي، دا کولی شي د امریکا ملي امنیت، ملي ګټې او نړیوال امنیت ته مخ پر زیاتېدونکی ګواښ پېښ کړي.»

د امریکا د سولې انسټیټیوټ راپور کې ادعا شوې، چې ګواکې   اسلامي امارت لا هم له القاعده ډلې سره اړیکې پالي او له همدې په استفادې غواړي امریکايي وګړي، د دې هېواد متحدین په نښه او پر ملي ګټو يې بریدونه وکړي.

امریکا په افغانستان کې د القاعدې ډلې بیا ځلې راټوکېدل تر ټولو ناوړه سناریو بللې؛ خو ویل شوي چې دغه کار لا نه دی عملي شوی.

د راپور یوه برخه: « په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د القاعده بیارغونه چې تر ټولو ناوړه سناریو ګڼل کېږي، نه ده عملي شوې؛ خو دغه ډله او د هغې د سوېلي اسیا برخې ډلې لا هم له طالبانو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي، د طالبانو ملاتړ لري او له هغوی څخه پر امریکايي وګړو، متحدینو، د هند په ګډون د امریکا پر شریکانو او ګټو د بریدونو غوښتنه کوي.»

خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په افغانستان کې د هر راز وسله والو ډلو شتون په کلکه ردوي او ورته ادعاوې بې بنسټه ګڼي.

نوموړی له وسله‌والو ډلو سره اړیکې ردوي او ټینګار کوي، چې هېڅ وسله والې ډلې ته د دې اجازه نه ورکوي څو له افغان خاورې په ګټنې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

فطرت زیاتوي: « د افغانستان اسلامي امارت پخوا هم ویلي او اوس هم وايي چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد په خلاف نه کارول کېږي او په کور دننه هېڅ بهرنۍ ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي، څو د افغانستان له خاورې بل هېواد ته ګواښ پېښ کړي.»  

د سیاسي چارو شنونکي هم په افغانستان کې ترهګریزو وسله والو ډلو شتون او فعالیت په تړاو د امریکا د سولې انسټیټوټ راپور ردوي او له وسله والو ډلو سره د  اسلامي امارت مبارزه ستایي.

د شنونکو په باور امریکا او نړیوالې ټولنې ته ښايي چې د ورته اندېښنو د شریکولو او اسلامي امارت د محدودیتونو له اعمالولو پرځای باید تعامل او ګډه همکارۍ ترسره کړي ترڅو ورسره ټولې هغه اندېښنې په واقعي ډول له منځه لاړې شي چې وخت ناوخت یې دغه هېوادونه مطرح کوي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « امریکا او متحدین یې باید له اسلامي امارت سره مرسته او همغږي وکړي، څو د دا ډول ډلوټپلو، پرګرامونو او ګروپونو مخه ونیول شي. پر ځای د دې چې له یوې خوا ډلې موجودې دي او له بلې خوا ورته د حاکم نظام حکومت کمزوری کوې، باید له اسلامي امارت سره پوره همکاري وشي، بندیزونه لرې شي او نړیوال ورسره تعامل وکړي.»

له ترهګرۍ سره مبارزه او د نورو هېوادونو پرضد د افغان خاورې نه کارېدنه د امریکا له هغو اساسي شرطونو یو دی چې امریکا او اسلامي امارت څلور کاله وړاندې د دوحې هوکړې د لاسلیک پر وخت پرې صلاح شوي.

هغه مورد چې اسلامي امارت یې تل د عملي کېدا ټټر وهلی او په دې تړاو یې د نړۍ هر راز اندېښنې بېځایه ګنلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي
افغانستان

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي
افغانستان

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist