Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امریکا د سولې طرحې سره مخالفت؛ ولسمشر غني د ترکیې ناستې ته خپله طرحه وړاندې کوي

admin by admin
2021/03/23

د رويټرز د راپور له مخې، ولسمشر غني د امریکا له لوري د سولې لپاره له وړاندې شوې طرحې سره مخالفت ښودلی او په شپږو مياشتو کې د ټاکنو خپله طرحه به د ترکيې راتلونکې ناستې کې له ګډونوالو سره شریکه کړې.

رویټرز د سرچینو په وینا لیکلي، د هغې طرحې له مخې چې ولسمشر غني به یې د ترکیې ناستې کې شریکه کړي، افغان حکومت به د وخت څخه دمخه د طالبانو له لوري د اوربند سره د هوکړې په صورت کې ټاکنې ترسره کړي.

رویټرز ته یوې دولتي سرچینې بیا ویلي چې ولسمشر غني به هېڅکله هم له خپلې ولسمشرۍ تېر نه‌شي او راتلونکی حکومت باید د یوې دیموکراتیکې پروسې له لارې رامنځته شي؛ نه د سیاسي معاملې له لارې.

راپور کې دا هم راغلي چې ولسمشر غني خپله طرحه د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم شریکه کړې ده، خو له وخته دمخه د ټاکنو دقیق وخت په کې نه دی ذکر شوی.

له دې وړاندې، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یوه طرحه له افغان مشرانو سره شریکه کړه، چې له مخې یې اوسنی حکومت په یوه لنډمهاله ادارې بدلېده.

خو ولسمشر غني بیا موقت او لنډمهاله حکومت ردوي او وایي چې واک به یوازې د ټاکنو له لارې لېږدوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist