Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/22

د امریکا دفاع وزارت یا پېنټاګون یو ځل بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پروسې په تړاو د پراخو څېړنو ترسره خبر ورکړی.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګزېټ له اړوند ارګانونو غوښتي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو او تخليې پروسه له سره په پراخه او جدي ډول وڅېړي.

هغه د تخليې عملياتو پرمهال د کابل پر هوایي ډګر د هغه بريد په څېړلو کې د جديت او دقت سپارښتنه هم کړې چې په کې ۱۳ امریکایي ځواکونه او څه باندې ۱۵۰ افغانان ووژل شول.

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړې:« موږ باید هغه څه په پراخه کچه او له دقت سره مل وڅېړو. هغه څه چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پېښ شول. دا هغه غیر منظمه پېښه او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل و چې ۱۳ امریکایي وګړي په کې ووژل شول او څه باندې د ۱۵۰ افغانانو ژوند یې واخیست. موږ باید له هغوی پوښتنې ګرویږنې وکړو چې په دې غیرمنظمې پېښې کې ښکېل وو.»

د امریکا دفاع وزیر همدارنګه د جوبایډن پر ادارې هم نیوکې کړې چې له افغانستانه یې د امریکایي ځواکونو داسې بې ‌پلانه او بې ‌فکره وتل پیل کړل چې له امله یې ګڼو خلکو قرباني ورکړه.

بله خوا، د چارو څارونکي وایي امریکایي لوري لاهم له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په پروسه کې د خپلو ولسي خلکو له سختو فشارونو سره مخ دی.

د سیاسي شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « یوه ډېره مهمه خبره دا ده چې د امریکا ولس او په ځانګړې توګه د وژل شویو سرتېرو کورنۍ، یا هغوی چې مرګ ژوبله ور اوښتې، همدارنګه سیاسي فشارونه سبب شوي چې ټرامپ بار بار ادعا وکړي چې باګرام هوايي اډه یې نه پرېښوده، ځکه دا اډه ډېر ستراتیژیک او سوق الجیشي ارزښت لري.»

د امریکا دفاع وزیر دوه ورځې وړاندې له فاکس نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې هم ویلي و چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پروسه یې له سره څېړلې او ډېر ژر به یې پایلې له خپلو خلکو سره شریکې شي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۳۰مې په نیمه شپه الوتکې ته د وروستي امریکايي پوځي په ختلو سره افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو ۲۰ کلن حضور پای ته روسېد.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ناندریځ بهیر ګډوډ او خونړی و چې له امله یې تر اوسه په امريکا کې دننه د جوبایډن پر حکومت سختې نیوکې کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « د امریکايي ځواکونو د وتلو مساله یوازې یوه سیاسي او تبلیغاتي مساله ګرځېدلې او ټرمپ په ټاکنیز کمپاین کې ترې کار واخیست او پر بایډن یې ملامتي اچوله چې ولې له افغانستانه په دې ډول ووت.»

د نږدې۲۰ کلن ماموریت له پای ته رسېدو وړاندې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه وشوه.‌

د همدې هوکړې له مخې ټولو بهرنيو ځواکونو له افغانستانه کرار کرار وتل پیل کړل. خو د دوی او په ځانګړې توګه د امریکايي ځواکونو د وتلو بڼه له ګډوډۍ او بې‌ نظمۍ سره مخ وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist